کورپاڼه / خبرونه / د ملي لوبډلې يو لوبغاړي د څپليو د توليد کارخانه جوړه کړې
حميد حسن او حشمت الله شهيدي

د ملي لوبډلې يو لوبغاړي د څپليو د توليد کارخانه جوړه کړې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې يو لوبغاړي نور الحق ملکزي په کابل کې د څپليو د توليد کارخانه جوړه کړې ده، چې نن يې د ملي لوبډلې يو شمېر لوبغاړو په شتون کې پرانيسته ترسره شوه.

نور الحق ملکزى چې ٢٩ کاله عمر لري، د افغانستان لپاره يې دوه نړيوالې يو ورځنۍ لوبې ترسره کړې دي او د مډر ارډر توپوهونکى دى.

نوموړي په ٢٠١٠ کال کې د سکاټلېنډ او بيا د کينيا پر وړاندې نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړې وې، خو له هغه وروسته بيا د ملي لوبډلې لپاره نه دى لوبېدلى.

د نور الحق ملکزي د څپليو د توليد کارخانې نوم (ملک برانډ) دى، چې په کابل کې يې پرانيستى دى او داسې ويل کېږي چې له دې وروسته به يې په نورو ولايتونو کې هم څانګې پرانيزي.

د (ملک برانډ) د پرانيستې پر مهال د ملي لوبډلې لوبغاړي حميد حسن، حشمت الله شهيدي او نور هم ورغلي و او همدا راز نوموړي ته يې مبارکي هم ورکړې ده.

دا هم ولولئ

احمد ولي هوتک

احمد ولي هوتک خپله راتلونکې سیالي له دې امله لغوه کړه، چې لوبغاړی د هغه مناسب نه دی

د افغانستان د ازادو سیالیو مشهور لوبغاړي احمد ولي هوتک خپله راتلونکې سیالي له دې …