کورپاڼه / تجارتي ليګونه / شيکر دهون د ډيلي لوبډله په لومړۍ لوبه کې بريالۍ کړه
شيکر دهون

شيکر دهون د ډيلي لوبډله په لومړۍ لوبه کې بريالۍ کړه

د ډيلي کاپيټلز له خوا شيکر دهون په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او په لومړۍ لوبه کې يې د ډيلي کاپيټلز لوبډلې ته بريا ورپه برخه کړه.

د اى پي ايل دويمه لوبه نن د چيناى سوپر کنګز او ډيلي کاپيټلز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. په پيل کې ډيلي کاپيټلز پچه وګټله او لومړى يې د چيناى سوپر کنګز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

چيناى سوپر کنګز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٨٨ منډې وکړې، چې له ډلې يې سريش راينا ٥٤، معين علي ٣٦ او رويندرا جډيجا ٢٦ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د ډيلي کاپيټلز له خوا کريس ووکس او اويش خان ٢-٢، روي چندرن اشوين او ټام کران ١-١ ويکټ واخيستې.

د ١٨٩ منډو هدف د ډيلي کاپيټلز لوبډلې په ١٨.٤ اورونو کې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او په لومړۍ لوبه کې يې د ٧ ويکټو په توپير بريا خپله کړه.

د دوى له خوا شيکر دهون ښه توپوهنه ترسره او ٨٥ منډې يې وکړې او پريتوي شاو بيا ٧٢ منډې ترلاسه کړې.

د چيناى سوپر کنګز له لوري شردل ټاکر ٢ او ډواين براوو ١ ويکټ واخيستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه شيکر دهون ته ورکړل شوه.

سبا به د اى پي ايل دريمه لوبه د سنرايزرز حېدراباد او کلکته نايټ رايډرز لوبډلو ترمنځ ترسره شي، چې راشد خان، محمد نبي او مجيب الرحمان هم پکې لوبېږي.

دا هم ولولئ

عبدالرزاق

د پاکستان پخوانی کرکټر عبدالرزاق هم په کورونا اخته شوی

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی الراونډر لوبغاړی عبدالرزاق هم په کورونا ویروس اخته شوی …