بدعت: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: (مَنْ أَحْدَثَ فِي أَمْرِنَا هَذَا مَا لَيْسَ فِيهِ فَهُوَ رَدٌّ) ژباړه: چا چې زموږ په دین کې داسې کوم څه ایجاد کړل، چې پکې نه و، نو هغه رد کړل شوی دی.
ریا کول: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: (مَنْ عَمِلَ مِنْهُمْ عَمَلَ الْآخِرَةِ لِلدُّنْيَا لَمْ يَكُنْ لَهُ فِي الْآخِرَةِ نَصِيبٌ) ژباړه: په دې امت کې چې چا د آخرت عمل د دنیا لپاره وکړ، په آخرت کې به یې برخه نه وي.
احسان کول: الله تعالی فرمایي: (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تُبْطِلُوا صَدَقَاتِكُم بِالْمَنِّ وَالْأَذَىٰ) ژباړه: ای مومنانو خپلې صدقې په احسان کولو او په زیان رسولو مه بربادوئ.
د مازیګر لمونځ پرېښودل: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: (مَنْ تَرَكَ صَلَاةَ الْعَصْرِ فَقَدْ حَبِطَ عَمَلُهُ) ژباړه: چا چې د مازیګر لمونځ پرېښود عملونه به یې برباد شي.
د یو چا په اړه قسم خوړل چې الله تعالی یې نه بخښي: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:.(أَنَّ رَجُلًا قَالَ : وَاللَّهِ لَا يَغْفِرُ اللَّهُ لِفُلَانٍ. وَإِنَّ اللَّهَ تَعَالَى قَالَ : مَنْ ذَا الَّذِي يَتَأَلَّى عَلَيَّ أَنْ لَا أَغْفِرَ لِفُلَانٍ ؛ فَإِنِّي قَدْ غَفَرْتُ لِفُلَانٍ، وَأَحْبَطْتُ عَمَلَكَ) ژباړه: بې شکه هغه سړي وویل، چې په الله قسم! الله تعالی فلانکی شخص نه بخښي، الله تعالی فرمایي څوک دی چې پر ما قسم خوري چې زه فلانکی نه بخښم، ما هغه وبخښه او ستا عمل مې برباد کړ.