کورپاڼه / روغتيا / هغه غذایي توکي چې استعمال یې په سګریټ پرېښودو کې مرسته کوي

هغه غذایي توکي چې استعمال یې په سګریټ پرېښودو کې مرسته کوي

سګریټ څکول د هر چا لپاره بېلابېل لاملونه لري، د مثال په توګه ځینې کسان یې د ذهني فشار، اندیښنې او خپګان په سبب څکوي او ډېر سګریټ څکوونکي په دې باور دي چې سګریټ څکول یې ذهني فشار او د خپګان احساسات منظموي، خو په حقیقت کې بیا داسې نه وي ځکه چې نکوټین د خپګان احساسات ډېروي.

کله چې تاسې په دې پوه شوئ چې څه شی مو سګریټ څکولو ته هڅوي، ترې ډډه وکړئ او دغه طریقه تاسو سره په سګریټ پرېښودو کې مرسته کوي او له سګریټ پرېښودو وروسته به ډېر ژر حس کړئ چې ستاسو په بدن یا دماغو کې مثبت بدلونونه رامنځته کېږي.

خو زموږ په ورځني ژوند کې ځینې داسې استعمالېدونکي شیان هم شته، چې په مرسته یې سګریټ پرېښودلی شو، نو راځئ چې دغه غذایي توکي وپېژنو.

ویټامین سي:

ویټامین سي یو له هغه خوراکي توکو څخه دي چې زموږ بدن ته ډېر ګټور تمامېږي او له مېوو سبزیجاتو څخه یې ترلاسه کولی شو، چې کېنو، امروت، لېمو، دڼیا او نور ور پکې شامل دي او د سګریټ پرېښودو عادت مو پرېږدي.

د شېدو استعمال:

له څېړنې څخه معلومه شوې چې د یوې پیالې شېدو په څښلو سره د سګریټ څکولو غوښتنې کمېږي او په ورځ کې دوه پیالې شېدې څښل د انسان طبیعت ښه کوي او د سګریټ په پرېښودو کې وروسته مرسته کوي.

دا هم ولولئ

نوې څېړنه: ټیکنالوژي د انسان پر ذهنې روغتیا ناوړه اغېزې نه کوي

د یوې څېړنې له مخې چې پر دري څلویښت زره ځوانانو باندې ترسره شوه، ترې …