د افغانستان کرکټ بورډ د کرکټ ډايريکټر رييس احمدزى وايي، چې په جلال اباد کې د کرکټ لوبغالي ساحه کرکټ بورډ ته سپارل شوې ده، چې پاتې چارې يې ترسره کړي.
نوموړي په جلال اباد ښار کې د کرکټ لوبغالي جوړولو د ځاى يو عکس په ټويټر کې خپور کړى دى او د يادې ساحې د تخليه او کرکټ بورډ ته سپارلو خبره يې کړې ده.
هغه په خپل ټويټ کې ليکلي دي: ((جلال اباد ښار کې د کرکټ لوبغالي ساحه تخليه او کرکټ بورډ ته د پاتې چارو ترسره کولو په موخه وسپارل شوه.))
۲۱/۱/۱۴۰۰
جلال اباد ښار کې د کرکټ لوبغالي ساحه تخليه او کرکټ بورډ ته د پاتې چارو تر سره کولو په موخه وسپارل شوه.
مننه @ZiaulhaqAmarkhi صاحب@Farhan_YusEfzai @RQuraishiAfg @HikHassan pic.twitter.com/FvqAQon6LM— Raees Ahmadzai (@afghcricket) April 11, 2021
رييس احمدزي همدا راز د ننګرهار والي ضيا الحق امرخېل څخه هم په دې برخه کې مننه کړې ده.
د يادولو وړ ده چې په کرکټ بورډ له دې امله ډېرې نيوکې کېږي، چې په ولايتونو کې يې د کرکټ لوبغالو د جوړولو پرانيستې خو کړې دي، خو پاى ته يې نه دي رسولي.
څو ورځې وړاندې په پکتيا ولايت کې هم يو شمېر مدني فعالانو او د ولايتي شورا غړو د کرکټ بورډ پر ضد راوتي و او ويلي يې و، چې پکتيا کرکټ لوبغالي لپاره دوه ځل بوديجه منظوره شوې ده، خو لوبغالى تراوسه پورې کنډ و کپر پروت دى او هېڅ اسانتياوې پکې نه دي برابرې شوي.