کورپاڼه / خپلواک / شاه رخ خان په رښتيني ژوند کې هم اتل دى
شاه رخ خان

شاه رخ خان په رښتيني ژوند کې هم اتل دى

خپلواک وېبپاڼه (١ نومبر ٢٠١٩): د هندي فلمونو پاچا يا کنګ خان شاه رخ خان لکه څنګه چې په فلمونو کې د اتل رول لوبوي، داسې په رښتيني ژوند کې هم اتل دى.

د نوموړي وروستى فلم (زيرو) که څه هم بريالى نه شو، خو تېره اونۍ هغه يو ځل بيا د اتل په څېر راښکاره شو او په ټولنيزو رسنيو يې خلک په ستاينو نه مړېدل.

په اصل کې تېره اونۍ د اميتاب بچن په کور کې د ديوالي پروګرام راجوړ شوى و، چې د هندي سينما ټول نامتو هنرمندان او نور خلک پکې شامل و، شاه رخ خان هم دغه پروګرام ته له خپلې مېرمنې ګوري خان سره يو ځاى ورغلى و.

شاه رخ خان: اول مې فکر کاوه چې ډېر بدرنګه يم

شاه رخ خان: د يوې غريبې کورنۍ يتيم ماشوم وم

شاه رخ خان: نړۍ بايد د ګاندهي له فکره خبره کړو

هر لوري ته شمعې لګول شوې وې، چې يو مهال په پروګرام کې د ايشوريه راى د منېجر ارچنا کاليو اور واخيست، په دغه وخت کې شاه رخ خان هلته و، چې په منډه لاړ او ارچنا يې له اور بچ کړه.

ارچنا که څه هم روغتون ته ورسول شوه، خو دغه خبر په ټولنيزو رسنيو کې خپور شو او خلکو د شاه رخ خان ډېرې ستاينې وکړې. ډېر وخت وروسته د (زيرو) فلم شاه رخ خان نه خلکو اتل جوړ کړ.

د يادولو ده چې د (زيرو) فلم نه وروسته ډېر وخت کېږي چې شاه رخ خان د خپل نوي فلم اعلان نه دى کړى، همدا راز هغه له فلمونو رخصت اخيستى او له خپلې کورنۍ سره وخت تېروي. تېره ورځ په يوه مرکه کې نوموړي دا هم ويلي و، چې هر سهار خپلو ماشومانو ته پاستا پخوي او د ايټالوي خوراکونو پخلى هم زده کوي. خو ويل کېږي چې سبا د نومبر ٢مه د شاه رخ خان کليزه ده، ښايي په دغه ورځ نوموړى د خپل راتلونکي فلم نوم هم له خپلو مينه والو سره شريک کړي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …