کورپاڼه / جالب / یوې ښځې د نړۍ ترټولو غټ ماشوم زېږولی

یوې ښځې د نړۍ ترټولو غټ ماشوم زېږولی

یوې امریکایي میرمنې پر ټولنیزه رسنۍ ټیک ټاک د یوې ویډیو له مخې څرګنده کړې، چې د نړۍ ترټولو غټ ماشوم یې زېږولی او په اړه یې داسې څرګندونې کړي چې باور به مو را نه شي.

د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي چې د شین په نوم دغې میرمن پر خپل اکونټ (@shans1588) یوه ویډیو خپره کړې او د یو څو میاشتو ماشوم یې خلکو ته ښودلی دی.

نوموړې وایي کله یې چې ماشوم وزېږد شپږ نیمې کیلو وزن یې درلود او زېږړن یې هم د عملیاتو په ذریعه ترسره شوی او کله چې یې لباس ور واغوست نو د نهه میاشتني ماشوم جامې پرې برابرې شوې.

د شین دغه ویډیو تر اوسه پورې له دیرشو میلونو څخه ډېرو کسانو کتلې، نوموړې په ویډیو کې وایي چې دوو ډاکترانو یې هغه وخ عملیات ترسره کړل، چې حمل یې د اته دیرش اوونیو و.

د زېږون پر وخت د ماشوم قد ۲۳.۶ اینچه و او دومره ونه د هغه ماشوم وي چې یو یو قدم اخلي او له زېږون وروسته یوولس ورځې په روغتون کې وساتل شو او ډاکتران هم د ماشوم غټوالي ته حیران ول.

دا هم ولولئ

یو پخلنځي پر بیسکټو د غله عکسونه چاپ کړي

په امریکا کې د کلچو پخونې یوې کارخانې د کامرې په مرسته له یو غل …