د هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) کې نن دريمه لوبه د سنرايزرز حېدراباد او کلکته نايټ رايډرز لوبډلې ترمنځ ترسره کېږي، چې د افغانستان په وخت به ٦:٣٠ بجې به پيل شي.
دا د دواړو لوبډلو لومړۍ لوبه ده.
کلکته نايټ رايډرز چې تېر کال د دوى لپاره ښه نه و، ځکه د ليګ په منځ کې دينيش کارتيک لوبډلمشري پرېښوده او ايون مورګن ته يې وسپارله، خو بيا يې هم ډېره ګټه ورته ونه رسوله.
د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې سره درې افغان لوبغاړي راشد خان، محمد نبي او مجيب الرحمان لوبېږي، خو له راشد خان پرته د نبي او مجيب د لوبېدو ډېر چانس نه ليدل کېږي.
تېر کال هم محمد نبي چې له حېدراباد لوبډلې سره و، د لوبېدو ډېر چانس نه و ورکړل شوى، همدا راز مجيب بيا د کنګز اليون پنجاب سره و، چې هغه ته هم د لوبېدو ډېر چانس نه و ورکړل شوى.
احتمالي لوبډلې:
سنرايزرز حېدراباد: ډيويډ وارنر (لوبډلمشر)، جوني بيريسټو، منيش پانډى، کين ويليمسن، ويجى شنکر، پريام ګرګ، عبدالصمد، راشد خان، بوينشور کمار، ټي ناټاراجن او سنديپ شرما.
کلکته نايټ رايډرز: شوبمن ګيل، راهول تريپاټي، نيتيش رانا، ايون مورګن (لوبډلمشر)، دينيش کارتيک، شکېب الحسن\سنيل ناراين، انډري رسل، پاټ کومنز، کمليش ناګارکوټي، پراسيد کريشنا او ورون چکرورتي\هربجن سينګ.