کورپاڼه / روغتيا / د خوب معیاري وخت څومره او ګټې یې کومې دي؟

د خوب معیاري وخت څومره او ګټې یې کومې دي؟

تر اوسه پورې د نړۍ ساینسپوهان او څېړونکي په دې نه دي توانیدلي چې د خوب په اړه معلومه کړي، چې د کومو لاملونو په سبب د انسان بدن خوب کولو ته مجبورېږي.

که څه هم د خوب په اړه مختلفې څېړنې ترسره شوي او له مخې یې د خوب د ګټو او د نه کولو په تاوانونو یې غږېدلي، چې نن موږ هم د خوب په ګټو او په دې موضوع خبرې کوو چې انسان باید څومره خوب وکړي

د سعودي عربستان اوسیدونکی ډاکتر عبدالهادي وایې چې خوب د بدني او ذهني ستړیا لپاره ډېر ګټور دی، ځکه کله چې انسان ویده وي نو په بدن کې یې نوي هورمونونه وده کوي او توازن مومي. دغه راز نوموړی زیاتوي چې د بدني پیاوړتیا او د عضلو د قوي کولو لپاره او د دفاعي سیستم لپاره خوب ترټولو اړین وي.

د خوب یوه بله مهمه ګټه دا هم ده چې د ورځ پرمهال ترلاسه شوو معلومات ته ترتیب ورکوي او غیر اړین معلومات لېرې کوي. عبدالهادي وایي: (د خوب کمښت د ستړیا او کمزورۍ سبب کېږي، که چېرته خوب پوره نه شي نو په سبا ورځ بدن د ډېر خوب غوښتنه کوي او یو ډول د ستړیا احساس ورکوي).

د خوب کمښت ځینې منفي اغېزې لري چې د حافظې کمزوري، غوسه کول، خپګان او نور احساسات رامنځته کوي.

د خوب د کمښت سببونه:

د خوب د کمښت ډېر لاملونه کیدلی شي لکه ناروغي، عادت، د کومې پېښې واقع کېدل او د ژوند په طرز او طریقه کې بدلون رامنځته کېدل.

د ښه ژوند لپاره څومره خوب اړین وي؟

د شپې پرمهال ژر څملاستل او په یو ځانګړي وخت کې د خوب لپاره تیاری نېول، دماغو ته پیغام رسوي او حجرې د خوب لپاره تیاروي، نو هغه کسان چې ځوانان وي له اتو دې تر لسو ساعتونو خوب وکړي خو که ډېر یا کم شي ستونزې زېږولی شي، له اتلس څخه تر پنځه ویشت کلنې پورې له اوو ساعتونو تر نهو ساعتونو او له یوولس کلنۍ څخه تر دیارلس کلنۍ پورې نهه ساعته خوب اړین وي.

دا هم ولولئ

د فلج ناروغي، ډولونه او نښې، نښانې یې

ویل کېږي چې د فلج ناروغي په ټوله نړۍ کې د مړینې دریم لوی لامل …