کورپاڼه / جالب / د اردون یو اوسیدونکي په دې سبب خپله میرمن طلاق کړه، چې له ملګرو سره بازار ته تله

د اردون یو اوسیدونکي په دې سبب خپله میرمن طلاق کړه، چې له ملګرو سره بازار ته تله

په اردون کې یو سړي خپلې ښځې ته هغه وخت طلاق ورکړ، چې ډېر وخت به بازار ته د سودا لپاره تله او په همدې سبب د دریم ځل لپاره د کورونا په وایروس اخته شوه.

د اردون دغه اوسیدونکي پر ټولنیزه رسنۍ فیسبوک لیکلي دي، چې په یو میاشتو کې درې ځلې په کورونا اخته کېدل ددې مانا لري، چې ډېره بې پروا او مسولیت نه قبلوونکې ده.

نوموړی مخکې لیکي چې د کورونا وایروس پرمهال یې خپله میرمن ډېره پوه کړه، چې له ملګرو سره دې بازار ته نه ځي، خو خبره یې نه منله او د دریم ځل لپاره کورونا وایروس ونیوله او ددې سربېره بیاهم غلې نه پاتې کېږي.

دی وایي چې د خپلې میرمنې د بې پروایۍ په سبب خپل ژوند په خطر کې نه شي اچولی، نو ځکه خو پنځلس کلنه ملګرتیا په همدې ځای ختموي.

په ټولنیزو رسنیو کې دې موضوع ډېر بحثونه راپورته کړي، چې ځینې کسان ور پکې د خاوند ملاتړ کوي او ځینې بیا برعکس نظر لري او تر نېوکو لاندې یې راوستی.

دا هم ولولئ

هغه سل کلن ساعت چې د یوې زلزلې په سبب له کاره لوېدلې، اوس په بله زلزله کې پخپله جوړ شو

له جاپان څخه د یوه په زړه پوري خبر له مخې ویل کېږي چې یو …