د چيناى سوپر کنګز لوبډلې لوبډلمشر مهيندر سينګ دهوني په خپله لومړۍ لوبه کې د اورونو په ټاکلي وخت کې نه ترسره کولو له امله جريمه شو.
د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل دويمه لوبه پرون د چيناى سوپر کنګز او ډيلي کاپيټلز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې ډيلي پکې بريا خپله کړه.
چيناى په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٨٩ منډې هدف ټاکلى و، چې ياد هدف ډيلي ډېر په اسانۍ پوره کړ او لومړۍ بريا يې په خپل نوم کړه.
خو د اى پي ايل د اصولو له مخې، چيناى په ټاکلي وخت کې اورونه ترسره نه کړاى شو، چې له امله يې ٣٩ کلن مهيندر سينګ دهوني ١٢ لکه هندي کلدارې جريمه شو.
مهيندر سينګ دهوني چې په دې وروستيو کې يې توپوهنه د پخوا په څېر نه ده پاتې، د ٢٠٢١ کال اى پي ايل په لومړۍ لوبه کې هم په صفر وسوځېده، هغه په دغه لوبه کې ځوان توپ اچونکي اويش خان وسوځاوه.
د يادولو وړ ده چې نن د اى پي ايل دريمه لوبه د سنرايزرز حېدراباد او کلکته نايټ رايډرز لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي، چې افغان لوبغاړي به هم پکې ولوبېږي.