کورپاڼه / جالب / د فخر زمان او محمد حفيظ له اوټ کولو وروسته د تبرېز شمسي جالب سټايل
تبرېز شمسي

د فخر زمان او محمد حفيظ له اوټ کولو وروسته د تبرېز شمسي جالب سټايل

تېره ورځ د سويلي افريقا او پاکستان ترمنځ په لومړۍ نړيواله شل اوريزه لوبه کې تبرېز شمسي د ٢ ويکټو ترلاسه کولو پر مهال داسې جالب سټايل وکړ، چې عکسونه يې په ټولنيزو رسنيو کې ډېر لاس په لاس شو.

افريقايي تبرېز شمسي په دغه لوبه کې د پاکستان فخر زمان او محمد حفيظ وسوځول او د هر لوبغاړي تر سوځولو وروسته يې داسې سټايل وکړ، چې بوټ يې راوويست او د زنګ وهلو اداکاري يې وکړه.

د هغه د دې کار نه مطلب دا و، چې دواړو ته ووايي، چې ستاسې د تګ لپاره زنګ راغى او نور له مېدانه بهر شئ، چې دا سټايل يې خلکو ډېر خوښ کړى دى.

خو يو ځل د دې سټايل پر مهال دا جالب کار هم وشو، چې کله تبرېز شمسي بوټ وويست، دا سټايل يې ترسره کړ او بوټ يې لاندې وغورځاوه، نو د هغه بوټ يو بل افريقايي لوبغاړي ترې پټ کړ.

تبرېز شمسي په خپل بوټ پسې ګرځېده او هغه بل لوبغاړي ترې بوټ له ځانه سره يووړ، چې د دې ويډيو هم په ټولنيزو رسنيو کې لاس په لاس کېږي.

د يادولو وړ ده چې د سويلي افريقا او پاکستان ترمنځ په لومړۍ نړيواله شل اوريزه لوبه کې پاکستان د ٤ ويکټو په توپير سويلي افريقا ته ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.

دا هم ولولئ

قېس احمد

د قېس احمد د اختر ډالۍ، ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې واخیستل شو

د افغانستان ځوان او تکړه ورو توپ اچونکي قېس احمد د کوچني اختر د راتلو …