کورپاڼه / روغتيا / تیار شوي خواړه ولې په لوږه کې زیاتوالی رامنځته کوي؟

تیار شوي خواړه ولې په لوږه کې زیاتوالی رامنځته کوي؟

د یوې نوې څېړنې له مخې ویل کېږي چې تیار شوي خواړه چې غذايي توکي یې هم لږ وي، نه یوازې دا چې د چاغښت لامل کېږي بلکې د روغتیا لپاره هم زیانمن تمامېږي.

له څېړنې معلومه شوې چې تیار شوي خواړه د کاربوهایدریت، غوړیو، بورې او د مالګې په ځانګړې تناسب سره تیاریږي او د کالورۍ کچه یې د طبیعي خوړو په پرتله پنځه برابره ډېره وي.

د کالورۍ توپیر:

د څېړنې له مخې چې د طبیعي او تیار شوو خوړو ترمنځ یې د کالورۍ توپیر کړی، ویل کېږي هغه کسان چې دغه ډول خواړه خوري هغوی ډېر خوراک کوي او وزن یې ډېرېږي. ددې لپاره یې ځینې کسان په دوو ډلو وویشل یوې ډلې ته یې تیار شوي یا په ډبیو کې بند خواړه ورکړل لکه شېدې، چیپس، نباتي غوړي لرونکی کیک او بلې ډلې ته یې طبیعي توکي لکه مستې، مڼې، کېلې او چارمغز ورکړل.

د درې وخته ډوډۍ ورکولو سربېره یې بوتلي اوبه او پروسیس شوي مالګین توکي هم لږ ور کړل، وروسته له دوو اونیو څېړونکو ولیدل هغه کسان تیار شوي خواړه یې خوړل وزن یې ډېر شوی و او د طبیعي توکو استعمالونکو بیا وزن کم کړی و.

ډوډۍ ژوول:

په دې څېړنه کې په آرام ډول سره د خوراک کولو او د ښه ژوولو ارزښت بیان شوی، ځکه چې څېړونکي وایي چې ژر خوراک د ډېر خوراک کولو لامل کېږي، په ځانګړي توګه تیار شوي خواړه ډېر زیات خوړل کېږي. دوی وایي چې په تیارو شوو خوړو کې کالوري ډېره او اوبه کمې وي چې په همدې سبب خېټه ژر نه ډکېږي او لوږه نه ختمېږي.

دا هم ولولئ

په دې کورنۍ طریقې سره د معدې د تېزابیت درملنه وکړئ

د روژې په مبارکه میاشت کې په عام ډول سره ګڼ شمېر خلک د معدې …