د بالیووډ د فلمونو ترټولو مشهورې اداکارې یا هنرمندې دیپیکا پاډوکون خپل ځان ته د بدمعاشې خطاب کړی دی.
دیپیکا پاډوکون چې په ټولنینزو رسنیو کې د په زړه پورو پوسټونو په کولو سره د مینوالو له لورې ستایل کېږي، یو ځل بیا یې د خلکو پام ځانته اړولی دی.
نوموړې د پخپل انستاګرام تایید شوې اکونټ د ماشومتوب د وخت یو یادګاري تصویر پورته کړی، چې د تصویر له مخې داسې بریښي چې دغه تصویر د ژمي د وخت دی ځکه چې دیپیکا ور پکې د ژمي جامې اغوستي دی.
په دې تصویر کې دیپیکا یو لاس تر خولې وړی، پر ځمکه ناسته ده او کامرې ته ګوري. دغه راز نوموړې د تصویر ترڅنګ یو په زړه پوری سرلیک هم ورکړی او لیکلي یې دي چې: ((زه د اندار نګر بدمعاشه یم)).
د یپیکا د ماشومتوب دغه تصویر د هغې د خاوند رنویر سنګ، پریانکا چوپړا او د نورو هندي اداکارانو ډېر خوښ شوی. دغه تصویر چې تقریباً شل ساعته دمخه خپور شوی، تر اوسه پورې یې له شل میلونو زیات لایکونه اخیستي.