کورپاڼه / سياست او روانې چارې / ولسمشر غني: سوله کې عجله نه کوو، له بهرنيانو غوره طرحه مو جوړه کړې
اشرف غني (2)

ولسمشر غني: سوله کې عجله نه کوو، له بهرنيانو غوره طرحه مو جوړه کړې

ولسمشر محمد اشرف غني په خپله يوه وېنا کې ويلي دي، چې موږ په سوله کې عجله نه کوو او د سولې لپاره مو د بهرنيانو څخه غوره او ښه طرحه برابره کړې ده.

په کوهدامن کې نن يوه ستره ولسي غونډه د حکومت په ننګه او ملاتړ راجوړه شوې ده، چې يادې غونډې ته ولسمشر محمد اشرف غني د ويډيو له لارې خبرې وکړې.

ولسمشر غني د کابل د کوهدامن خلکو د ملاتړ غونډې ته په خپلو خبرو کې وويل: ((جمهوريت په افغانانو پورې تړاو لري، ستاسې دا غونډه د هېواد لپاره زموږ ملي اراده انځوروي.))

هغه په خپلو خبرو کې زياته کړه، چې د مشروعيت سرچينه اساسي قانون دى او له دې پرته به زيانونه ډېر شي.

ولسمشر په طالبانو غږ وکړ، چې په لويه جرګه کې دې ګډون وکړي او هلته دې نظام جوړونه وغواړي. هغه وويل، موږ ازاد، خپلواک او سيمې ته يو ګټور افغانستان غواړو.

د يادولو وړ ده چې د لنډمهالي حکومت په تړاو ولسمشر غني بيا بيا دا ويلي دي، چې هغه به واک د ټاکنو له لارې بريالي ولسمشر ته سپاري او له هغه پرته به واک پرې نه ږدي.

دا هم ولولئ

حاجي سید احمد سېلاب

د مجردانو وکیل دا ځل په هلمند کې د ۱۰۰ بې وزله زومانو ډلییز ودونه کوي

په تېر حکومت کې د پارلمان غړی او د بې وزله خلکو سره مرسته کوونکی …