کورپاڼه / خپلواک / سعودي عربستان کې د ښځو ريسلينګ سيالي ترسره شوه
د ښځو ريسلينګ

سعودي عربستان کې د ښځو ريسلينګ سيالي ترسره شوه

خپلواک وېبپاڼه (١ نومبر ٢٠١٩): په سعودي عربستان کې د ښځو ريسلينګ لوبه تېره شپه ترسره شوه، چې په ډېر خلک يې نندارې ته ورغلي و.

د سعودي عربستان د رسنيو د راپورونو په وينا، په دغه هېواد کې د ښځو ريسلينګ لوبه تېره شپه د دوه مخکښو ښځينه لوبغاړو نتاليا او ليسي ايوانس ترمنځ ترسره شوه. دغه لوبه چې د ملک فهد نړيوال لوبغالي کې ترسره شوه، ډېر خلک يې نندارې ته ورغلي و.د ښځو ريسلينګ ٣

په دغه لوبه کې نتاليا وتوانېده چې خپلې سيالې ليسي ايوانس ته ماته ورکړي او په دغه مسابقه کې بريا خپله کړي.

د ښځو د ريسلينګ سيالۍ په عمومي ډول نيمه لوڅې ترسره کېږي، خو د سعودي عربستان حکومت له يادو لوبغاړو غوښتي و چې د نورو مسابقو په څېر کالي په دې مسابقه کې وانه غوندي او د سعودي عربستان د حکومت له خوښې سره سم کالي يې اغوستي و.د ښځو ريسلينګ ٢

د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان له راتګ سره سم نوموړي د يو لړ اصلاحاتو راوستو اعلان وکړ، چې په دغه لړ کې په سعودي عربستان کې په لومړي ځل سينما پرانيستل شوه او همدا راز د موسيقۍ کنسرټونه هم ترسره شول.د ښځو ريسلينګ ١

د سعودي عربستان حکومت وايي، چې دوى په خپل هېواد کې سياحت ته وده ورکوي او په دې لړ کې يې د اروپايي هېوادونو د وګړو لپاره په وېزه کې ډېرې اسانتياوې راوستې او همدا راز نورې اسانتياوې يې هم ورته رامنځته کړې.

همدا راز سعودي عربستان چې يو وخت پکې د ښځو لپاره ډېر بندېزونه و، اوس ښځو ته ډېرې ازادۍ ورکړل شوي دي، د بېلګې په ډول ښځې کولاى شي چې موټر وچلوي، پرته له محرم بهرنيو هېوادونو ته سفرونه وکړي، پرته له حجابه په ښار کې وګرځي او همدا راز په يوازې ځان په هوټلونو کې شپې وکړي. ښځې اوس کولاى شي چې لوبغالو ته هم لاړې شي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …