د ناروې لومړۍ مېرمنه چې د کورونا د مخنيوي احتياطي تدابيرو څخه يې سرغړونه کړې وه، د بخښنې غوښتو وروسته هم ٢٤٠٠ ډالره جريمه شوه.
د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، د ناروې لومړۍ وزيرې ايرنا سولبرګ څه وخت وړاندې خپله کليزه لمانځلې وه، چې په کليزه کې يې د ټاکلي شمېر نه دوه زياتو کسانو ګډون کړى و.
د کرنټين پر مهال په ناروې کې د ١٠ څخه زياتو کسانو په راټولېدلو باندې بندېز و، خو د لومړۍ وزيرې د کليزې په غونډه کې ١٢ کسان راټول شوي و.
د نوموړې د کليزې په غونډه کې د ٢ زياتو کسانو له امله پرې په رسنيو کې خبرونه خپاره شو او هغې وروسته څو وارې په ټلويزيون او غونډو کې د دې کار له امله بخښنه هم وغوښته.
په راپور کې ويل شوي دي، چې د بخښنې غوښتو وروسته هم ايرنا سولبرګ محاکمه شوه او ٢٠ زره نارويجي کرونه جريمه شوه، چې شاوخوا ٢٤٠٠ امريکايي ډالر کېږي.
د يادولو وړ ده چې ايرنا سولبرګ د دويم ځل لپاره په ټاکنو کې بريا خپله کړې ده او د ناروې لومړۍ وزيره ټاکل شوې ده، خو قانون ته احترام يې د نورو خلکو لپاره يوه بېلګه ده.