کورپاڼه / جالب / هغه حیوان چې د پښو په مرسته ساه اخلي

هغه حیوان چې د پښو په مرسته ساه اخلي

هسې خو د ځمکې او سمندر پرمخ دومره ډېر حیوانات، حشرات او نور ژوندي موجودات د ژوند شپې او ورځ سبا کوي چې شمېر یې نه دی او ددغه مخلوقاتو د ژوند کولو طرز، طریقه هم له یو بل څخه توپیر لري، نو راځئ چې په دې لړ کې مو له یو داسې حیوان څخه خبر کړم چې د پښو په ذریعه یې ساه اخیسته.

ساینسپوهانو له یوې څېړنې څخه موندلې چې ډېره موده مخکې پر ځمکه یو داسې حیوان هم شتون درلود، چې د پښو په مرسته به یې ساه اخیسته.

د رسنیو د راپورو له مخې ویل کېږي چې امریکایي ساینسپوهانو موندلې چې میلونونه کاله وړاندې د (ټرایلوبایټس) په نوم حیوان چې د پښو په مرسته به یې ساه اخیسته، ژونده کاوه.

له نن څخه تقریباً پنځه سوه، اویا کاله وړاندې دغه حیوان تر اوږدې مودې پورې پر سمندر بادشاهي وکړه او شاوخوا دوه سوه، اویا کاله دمخه له منځه ولاړل.

ټرایلوبایټس نه یوازې دا چې د خپلو ډولونو بلکې د شمېر له مخې هم دومره ډېر ول، چې تر اوسه پورې په موندل شوو حیواناتو کې د همدې حیوان فوسلونه ډېر دي، چې ډېر یې په ښه یا سم حالت کې قرار لري.

دا هم ولولئ

هغه سل کلن ساعت چې د یوې زلزلې په سبب له کاره لوېدلې، اوس په بله زلزله کې پخپله جوړ شو

له جاپان څخه د یوه په زړه پوري خبر له مخې ویل کېږي چې یو …