کورپاڼه / ليکنې / ډیمپل یا چوخی څه شی وي او ولې رامنځته کېږي؟

ډیمپل یا چوخی څه شی وي او ولې رامنځته کېږي؟

په ۱۹۶۲ کال د یوې څېړنې له مخې ویل کېږي، چې ډیمپل یا چوخی په کورونو کې د خوښۍ او خوش بختۍ نښه ګڼل کېږي او په اسیایي هیوادونو کې یې د ښکلا یوه برخه بلل کېږي.

د یوې بلې څېړنې له مخې ویل کېږي چې پرته له ساینسي تشریح څخه ډیمپل یا چوخی په په ښځینه کې د باور حس لوړوي او دې ته یې تیاروي ترڅو له سختو حالاتو سره مقابله وکړي، ځکه هغه ښځې چې ډیمپل یا چوخی لري پرته له کوم دلیله خپل ځان له نورو ښکلی او غوره ګڼي او په ځان یې باور ډېر وي، خو باید ووایم چې دا ډول نظریات له ساینس سره اړیکه نه لري.

د ډیمپل یا چوخي د تاریخ په اړه ویل کېږي چې د زېږدیز پیړۍ په اولو کې یې د انګلیسي په شاعرۍ کې ذکر لیدل کېږي، خو د ډیمپل یا چوخي کلمه په ۱۹۸۰ کال ډېره مشهوره شوه او په یوویشتم پېړۍ کې بیا بېخي عامه شوه. د یوې څېړنې له مخې ویل کېږي چې د نړۍ شل سلنه خلک پر مخ ډیمپل یا چوخی لري.

د کیلیفورنیا د پوهنتون د پلاستیکي عملیاتو متخصص برینټ مولیکن وایي، چې ډیمپل په ارثي ډول انتقالېږي چې د غمبوري د عضلو غیر نورمال حالت دی او د جینونو په ذریعه ماشومانو ته انتقالېږي.

دغه حالت بیا په دوو برخو ویشل کېږي، ځکه هغه کسان چې ډیمپل یا چوخی لري، د غمبورو د هډوکي لاندې یې چېرته د عضلې په جوړښت کې فرق راځي او ډیمپل یا چوخی رامنځته کېږي، خو باید ووایم چې د جینونو له بدلون څخه هم ډیمپل یا چوخی رامنځته کېږي.

دا هم ولولئ

که چېرته مو پر لار د تګ پرمهال په ناڅاپي ډول کوم غږ واورید؛ څه به کوئ؟

ډېر وخت به له داسې حالاتو سره ضرور مخ شوي وئ، چې په لار روان …