کورپاڼه / جالب / د ایلون ماسک شرکت بیزو ته په دماغو کې د چیپ په لګولو ویډیویي ګیم ور زده کړ

د ایلون ماسک شرکت بیزو ته په دماغو کې د چیپ په لګولو ویډیویي ګیم ور زده کړ

د مشهور امریکایي سوداګر ایلون ماسک شرکت (نیورا لینک) د بیزو په دماغو کې د برښنایي چیپ په لګولو سره ویډیویي ګیم یا لوبه ور زده کړه او په ټولنیزو رسنیو کې ویډیو ډېر ژر لاس په لاس شوه.

د راپورونو له مخې ویل کېږي چې ذکر شوي شرکت پر بیزو د بریالیو تجرو وروسته پرېکړه کړې چې ډېر ژر به یې پر انسانانو هم ورته تجربې ترسره کړي.

بل لوري ته ایلون ماسک پخپل پیغام کې وایي چې له بریالیو تجربو وروسته به ډېر ژر داسې محصول وړاندې کړي، چې په مرسته به یې د فلج ناروغان هم ځیرک موبایلونه وکارولی شي.

ایلون ماسک په دې باوري دی چې انسان د هر څه وړتیا لري او یو ځواکمن اتل دی، چې په همدې موخه یې خپلو تجربو ته دوام ورکړی او له ډېرې مودې راهیسې یې پر یوې جالبې آلې کار پیل کړی.

د ایلون ماسک د شرکت له لورې په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دوی په دماغو کې د چیپ په ایښودلو او له کمپیوټر سره یې د نښلولو پر پلان کار پیل کړی او تر ډېره داسې ښکاري چې دوی به پخپلو تجربو کې بریالي وي، ځکه چې دوی په دې وروستیو کې د بیزو په دماغو کې د چیپ په لګولو بریا ترلاسه کړه او ویډیویي ګیم یې ور زده کړ.

دا هم ولولئ

یو پخلنځي پر بیسکټو د غله عکسونه چاپ کړي

په امریکا کې د کلچو پخونې یوې کارخانې د کامرې په مرسته له یو غل …