کورپاڼه / روغتيا / د مرخېړیو کافي، د عادي کافي په پرتله ډېره ګټوره وي

د مرخېړیو کافي، د عادي کافي په پرتله ډېره ګټوره وي

د مرخېړیو د کافي نوم به مو تر اوسه پورې نه وي اورېدلی، خو نن ورځ به یې په اړه پوه شئ چې دغه کافي د عادي کافي په پرتله لږ کافین لري.

ویل کېږي چې د مرخېړیو په کافي کې د مرخېړیو خوند لږ وي او عادي کافي ته ورته وي او د ګټو په باب یې ویل کېږي چې استعمال یې د ښه خوب لامل کېږي، حافظه پیاوړې کوي، سوخت ختموي او دفاعي سیستم ته پیاوړتیا ورکوي او ترڅنګ د انسان مجموعي روغتیا ته ډېره ګټه لري.

د یوې ساینسي څېړنې له مخې ویل کېږي د مرخېړیو کافي د پارکنسن ناروغۍ، د الزایمر، د ځینو سرطاني ناروغیو او د شکر د دویم ډول ناروغۍ خطر کموي.

دغه راز د کافین شتون یې د هغه کسانو لپاره هم ګټور وي چې ورزش یا لوبې کوي او د تمرکز یا توجه په برابرولو کې هم مرستندویه تمامېږي.

بل لوري ته مرخېړي د ویټامین ډي یوه ښه ذریعه ده چې د هډوکو لپاره اړین ګڼل کېږي او د پوتاشیمو شتون یې لوړ فشار کنترولوي او بله ګټه یې داده چې د وزن په کمولو کې هم حیرانوونکې ګټې لري.

دا هم ولولئ

د فلج ناروغي، ډولونه او نښې، نښانې یې

ویل کېږي چې د فلج ناروغي په ټوله نړۍ کې د مړینې دریم لوی لامل …