کورپاڼه / جالب / د نړۍ ترټولو زړې مدیرې هم خپل نوم د ګنیز په نړیوالو ریکارډونه کې ولیکه

د نړۍ ترټولو زړې مدیرې هم خپل نوم د ګنیز په نړیوالو ریکارډونه کې ولیکه

یوه نوي کلنه جاپانۍ میرمنه چې له ۱۹۵۶ کال راهیسې په یو شرکت کې کار کوي، د نړۍ ترټولو زړه مدیره ګڼل شوې او د ګنیز د نړیوالو ریکارډونو په کتاب کې یې نوم ثبت کړی.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې دغه میرمن یاسوکو توماکي نومېږي، چې یو نویمه کلیزه د میي د میاشتې په پنځلسمه نیټه لمانځي او په اوونۍ کې پنځه ورځې اوه ـ اوه ساعته کار کوي.

توماکي د ګنیز له ادارې څخه د تصدیق له اخیستو وروسته ویلي چې: ((ما ټول هغه څه ترسره کړي چې په نويو کلونو کې مې یې هیله کړې، نو زه نه پوهېږو چې په دې موقع څه ووایم)).

توماکي وایي چې په شرکت کې یې دومره اوږدې لاسته راوړنې طبیعي دي او تل یې دا فکر کړی چې د یو چا مرستې ته پیدا شوې، نو په همدې سبب یې داسې کارونه ترسره کړل چې خپل د ریس او نورو کار کوونکو خوښ شي.

نوموړې دا هم وایي چې تر اوسه تقاعد کېدو ته کوم پلان نه لري او هیله یې څرګنده کړې چې په همدې به خپل کار ته دوام ورکوي.

دا هم ولولئ

یو پخلنځي پر بیسکټو د غله عکسونه چاپ کړي

په امریکا کې د کلچو پخونې یوې کارخانې د کامرې په مرسته له یو غل …