کورپاڼه / جالب / بیزوګان (ګوریلا) ولې خپله سینه وهي؟

بیزوګان (ګوریلا) ولې خپله سینه وهي؟

ساینسپوهانو د یوې څېړنې له مخې موندلې چې بیزوګان (ګوریلا) خپل سینه نه وهي، بلکې د سینې وهلو په ذریعه نورو بېزګانو ته ځانګړی پیغام ورکوي.

د یادولو وړ ده چې د ډول په څېر د سینې وهلو کړنه په نارینه وو بیزوګان کې ترسترګو کې کېږي، خو پوښتنه داده چې ولې داسې کوي؟

په دې اړه د المان، هسپانیې او امریکا بیولوژي پوهانو هغه بېزوګان تر څېړنې لاندې ونیول، چې د منځنۍ افریقا په ګڼو غرنیو ځنګلونه کې موندل کېږي او له څېړنې وروسته یې دوه مهمې خبرې څرګندې کړې:

نارینه بیزوګان په ځانګړي ډول سره د سینې په وهلو نورو نارینه وو بیزوګانو ته د خپل بدن په اړه معلومات ورکوي او په حیرانوونکې توګه معلومه شوې چې د ټیټې ونې لرونکي بیزوګان خپل سینه په زور سره وهي، خو هغه بیزوګان چې د غټ بدن، لوړې ونې او د پیاوړي بدن لرونکي وي په کرار سره خپل سینه وهي.

ویل کېږي کله چې ښځینه بیزوګانې د نارینه بیزوګان د سینې د وهلو آواز واوري، له هغې وروسته د نسل د زیاتوالي لپاره ورسره د یوځای کېدو یا نه یوځای کېدو پرېکړه کوي او ښځینه بیزوګانې په عام ډول غټ بېزوګان د ژوند د ملګري په توګه انتخابوي، خو کوچني بیا د نسل په زیاتوالي کې له ستونزو سره مخ کېږي.

غرني بیزوګان لکه څنګه چې په ګڼو ځنګلونو کې اوسېږي او نفوس یې هم لږ وي یاهم سره خواره واره وي نو د سینې وهلو آواز یې ترمنځ د اړیکو ټینګولو لپاره کار ورکوي.

دا هم ولولئ

په هند کې د کورونا څخه د مخنیوي لپاره اوس هم خوشایه استعمالېږي

د روغتیایي کارپوهانو له خبرداري سربېره بیاهم په هند کې د کورونا څخه د مخنیوي …