کورپاڼه / بېلا بېل / د دريم ځل لپاره په کورونا اخته کېدو وروسته خاوند خپله ښځه طلاقه کړه
ښځه او خاوند

د دريم ځل لپاره په کورونا اخته کېدو وروسته خاوند خپله ښځه طلاقه کړه

په اردن کې يو سړي خپله ښځه له دې امله طلاقه کړې ده، چې په څو مياشتو کې پرلپسې په دريم ځل په کورونا اخته شوې وه، چې بازار ته به د سودا لپاره ډېره تلله.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، د اردن دغه سړى وايي، چې ١٥ کاله وروسته يې ښځې ته د سزا په ډول طلاق ورکړ، چې د خپلې بې پروايۍ له امله په څو مياشتو کې درې ځل په کورونا اخته شوه.

ياد سړى وايي، چې مېرمن به يې بيا بيا د خپلو ملګرو سره بازار ته د سودا لپاره تلله او له ځان سره به يې کورونا کور ته راوړله، نو ځکه يې طلاق ورکړ.

نوموړي سړي ويلي دي، که هر څه وشي، خو هغه به خپله مېرمن ونه بخښي، ځکه وايي چې نه غواړم د خپلې ښځې د بې پروايۍ له امله مړ شم.

د يادولو وړ ده چې د کورونا ويروس پېښې يو ځل بيا د نړۍ په ډېرى هېوادونو کې ډېرې شوې دي، او په ځينو هېوادونو کې بيا ځلې ګرځبندېز هم لګېدلى دى.

دا هم ولولئ

لندنی ملا

د لندن په بریج ټاور کې په لومړي ځل اذان وشو + ویډیو

د بریتانيې پلازمېنې لندن په بریج ټاور کې په لومړي ځل اذان وشو، چې دا …