کورپاڼه / تجارتي ليګونه / ګوتم ګمبير: د راشد او مجيب جوړي د حېدراباد لپاره ګټوره ثابتېداى شي
راشد خان او مجيب الرحمان

ګوتم ګمبير: د راشد او مجيب جوړي د حېدراباد لپاره ګټوره ثابتېداى شي

د هند کرکټ ملي لوبډلې پخوانى لوبغاړى ګوتم ګمبير د راشد خان او مجيب الرحمان په اړه وويل، چې که دواړه د سنرايزرز حېدراباد لپاره ګډ ولوبېږي، نو دواړه به ورته ښه ثابت شي.

نن د سنرايزرز حېدراباد او کلکته نايټ رايډرز لوبه ده، دا د اى پي ايل دريمه لوبه ده او د دواړو لوبډلو لومړۍ لوبه ده چې د افغانستان په وخت ٦:٣٠ بجې پيلېږي.

د لوبې نه مخکې د سټار سپورټس ټلويزيون په خپرونه کې ګوتم ګمبير او ځينې نور پخواني لوبغاړي د لوبې په اړه تبصره کوي، چې ګوتم ګمبير پکې د مجيب الرحمان په اړه هم وغږېده.

ګوتم ګمبير په خپلو خبرو کې وويل، چې موږ د مجيب په اړه ډېرې خبرې نه کوو، خو هغه يو ډېر ښه سپينر دى او که له راشد سره يې جوړي يو ځاى شي، نو ډېر ښه ثابتېداى شي.

د يادولو وړ ده چې سنرايزرز حېدراباد سره درې افغان لوبغاړي، راشد خان، محمد نبي او مجيب الرحمان لوبېږي، نن به وکتل شي چې څو افغان لوبغاړي په نننۍ لوبه کې لوبېږي.

دا هم ولولئ

محمد نبي او حسن خان

حسن خان: د خپل پلار (محمد نبي) په څېر د افغانستان لپاره لوبېدل غواړم

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تجربه کاره الراونډر لوبغاړي محمد نبي زوی حسن خان هم …