کورپاڼه / خبرونه / د افغان لوبډلې لپاره بد خبر، اسيا جام يو ځل بيا لغوه شو
افغانستان او پاکستان

د افغان لوبډلې لپاره بد خبر، اسيا جام يو ځل بيا لغوه شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې او د افغان کرکټ مينه والو لپاره بد خبر دا دى، چې د اسيا جام سيالۍ يو ځل بيا لغوه اعلان شوې او اوس به په ٢٠٢٢ کال کې ترسره شي.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله چې کرکټ بورډ يې په دې نه توانېږي له سترو لوبډلو سره لوبې برابرې کړي، نو د افغانستان لپاره اسيا جام او نړيوال جامونه هغه څه دي چې پکې له سترو لوبډلو سره مخ کېږي.

خو د تېر کال په څېر سږکال يو ځل بيا اسيا جام لغوه شوى دى او د افغانستان له نورو لوبډلو سره د مخ کېدو هيله به همداسې هيله پاتې شي.

د ٢٠٢١ کال اسيا جام کوربه توب د پاکستان په غاړه و او د پاکستان کرکټ بورډ د اسيا جام د لغوه کېدو په اړه يوه خبرپاڼه خپره کړې ده.

د پاکستان کرکټ بورډ عمومي رييس احسان ماني څه وخت مخکې په خپله يوه مرکه کې هم دې خواته اشاره کړې وه او ويلي يې و، چې په سريلانکا کې د اسيا جام ترسره کېدل ورته ممکن نه ښکاري او ښايي اسيا جام يو ځل بيا لغوه شي.

تېر کال پاکستان هڅه کوله چې د اسيا جام سيالۍ ترسره کړي، خو د کرکټ اسيايي شورا په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې اسيا جام به په ٢٠٢٠ کال کې نه ترسره کېږي، ځکه چې هند هم نه غوښتل په اسيا جام کې برخه واخلي.

دا هم ولولئ

محمد نبي او حسن خان

حسن خان: د خپل پلار (محمد نبي) په څېر د افغانستان لپاره لوبېدل غواړم

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تجربه کاره الراونډر لوبغاړي محمد نبي زوی حسن خان هم …