د هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) په دريمه لوبه کې سنرايزرز حېدراباد او کلکته نايټ رايډرز لوبډلې مخ کېږي، چې د لوبې پچه ډيويډ وارنر ګټلې ده او ايون مورګن ته يې د توپوهنې بلنه ورکړې ده.
دا په روان ليګ کې د دواړو لوبډلو لومړۍ لوبه ده او په عمومي ډول د اى پي ايل دريمه لوبه ده، چې وه به کتل شي کومه لوبډله لومړۍ بريا خپلوي.
د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې سره د افغانستان درې لوبغاړي راشد خان، محمد نبي او مجيب الرحمان هم دي او ښه خبر دا دى چې په نننۍ لوبه کې د راشد خان تر څنګ محمد نبي هم لوبېږي.
د سنرايزرز حېدراباد ١١ کسيز نوملړ: ډيويډ وارنر (لوبډلمشر)، وريديمان ساها (ويکټ ساتونکى)، منيش پانډى، جوني بيريسټو، ويجى شنکر، محمد نبي، عبدالصمد، راشد خان، بوينشور کمار، سنديپ شرما او ټي ناټاراجن.
د کلکته نايټ رايډرز ١١ کسيز نوملړ: شوبمن ګيل، راهول تريپاټي، نيتيش رانا، ايون مورګن (لوبډلمشر)، دينيش کارتيک (ويکټ ساتونکى)، انډري رسل، شکېب الحسن، پاټ کومنز، هربجن سينګ، پراسيد کرشنا او ورون چکرورتي.