کورپاڼه / روغتيا / د شکر ناروغان دې په پشنمي او ماښامي کې دغه ټکي په نظر کې ونیسي

د شکر ناروغان دې په پشنمي او ماښامي کې دغه ټکي په نظر کې ونیسي

د شکر ناروغانو ته پکار ده چې د روژې د مبارکې میاشتې په پشنمي او ماښامي کې مناسب احتیاطي تدابیر ونیسي او هغه خواړه دې په پشنمي استعمال کړي چې په ځنډ سره هضمېږي خو سره کړي خواړه او د هګیو ژېړ لږ استعمالولی شي.

دغه راز هغه خواړه چې فایبر لري د شکر ناروغانو ته ګټور وی، خو هغه ناروغان چې لکه حامله میرمنې چې د ژور خپګان او د ګردو د ناروغیو ښکار وي ډاکتر سره دې مشوره وکړي او په دې ډول دې په دې مبارکه میاشت کې برکتونه ترلاسه کړي.

روغتیایي کارپوهان وایي چې د روژې په میاشت کې د انسولین ترلاسه کول روژې ته زیان نه رسوي، خو که چېرته د شکر کچه له ۶۰ څخه ښکته شوه نو بیا دې روژه ماته شي ترڅو انساني ژوند له خطر سره مخ نه شي.

روغتیایي کارپوهان وایي چې غیر روغتیایي خواړه، سره کړي شیان، کاربوهایډریټ، غوړي لرونکي توکي، یخ څښاک او خواږه مشروبات د شکر ناروغانو ته زیانمن تمامېږي، نو د روژې په میاشت کې تازه مېوې، سبزیجات او مستې استعمال کړئ.

که چېرته د شکر ناروغان په روژه ماتي او پشنمي کې توازن وساتي، نو کولی شي چې له روژې څخه خوند واخلي او په همدې ډول د مذهبي فرایضو ترڅنګ خپل روغتیا هم ښه ساتلی شي، ترڅنګ له ډېر خورۍ باید ځان وساتو او هغه خواړه وخورو چې خېټه مو ډکه وساتي.

دا هم ولولئ

کولا او خواږه مشروبات د سرطان خطر دوه برابره کوي

لکه څنګه چې هوا یو څه ګرمښت موندلی او د کولا او خوږو مشروباتو استعمال …