کورپاڼه / هنر او کلتور / د ابیشک بچن او ایشوریا رای ترمنځ د مینې تار له کومه ځای وغځید؟ ابیشک بچن یې په اړه خبرې کړي

د ابیشک بچن او ایشوریا رای ترمنځ د مینې تار له کومه ځای وغځید؟ ابیشک بچن یې په اړه خبرې کړي

د بالیووډ د فلمونو اداکار ابیشک بچن د لومړي ځل لپاره له ایشوریا رای سره د خپلې مینې د پیل په اړه کړي او ویلي یې دي چې د (امراو جان) د فلم د ثبت پرمهال یې له ایشوریا رای سره مینه پیدا شوې.

ابیشک بچن وایي چې له ایشوریا رای سره د مینې له پیدا کېدو وروسته د کایناتو هرې ذرې د دواړو د یوځای کېدو هڅه کوله.

د یادولو وړ ده چې د ابیشک بچن له اشوریا رای سره په ۲۰۰۷ کال واده وکړ، یوه لور لري چې آرادیا بچن نومېږي.

د هندوستان ټایمز د راپور له مخې ویل کېږي، چې ابیشک بچن د خپل نوي فلم (بیګ بول) د اعلان پرمهال د امراو جان په اړه خبرط کړي او ویلي یې دي چې دغه فلم یې ځکه د بریالیو فلمونو څخه و، چې له ایشوریا رای سره مینه پیدا شوه او واده یې وکړ.

نوموړی وایي چې له دې وړاندې یې هم له ایشوریا رای سره په ډېرو فلمونو کې کار کړی و او یوه ښه ملګرې یې وه. ابیشک بچن زیاتوي چې په دواړو کې داسې څه ضرور ول چې کایناتو یې یوځای کول غوښتل.

له دې وړاندې وایي ایشوریا د ابیشک بچن په اړه ویلي ول چې د ابیشک بچن له لوري ورنه د واده غوښتنه د خوب په څېر ول.

دا هم ولولئ

دغه رسامي په (۱۰۳) میلونو ډالرو سره پلورل شوی

رسامي د نړۍ په کچه د میلونونو په شمېر مینوال لري، خو له امریکا څخه …