کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د راشد او نبي کمالي توپ اچونه، کلکتې ١٨٧ منډې وکړې
راشد خان

د راشد او نبي کمالي توپ اچونه، کلکتې ١٨٧ منډې وکړې

د سنرايزرز حېدراباد لپاره په نننۍ لوبه کې راشد خان او محمد نبي ډېره ښه توپ اچونه ترسره کړه چې دواړو دوه دوه مهم توپوهونکي وسوځول او کلکته نايټ رايډرز د ١٨٨ منډو هدف وټاکه.

د اى پي ايل دريمه لوبه نن د کلکته نايټ رايډرز او سنرايزرز حېدراباد لوبډلو ترمنځ په چيناى کې ترسره کېږي، چې په پيل کې حېدراباد پچه وګټله او کلکتې ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.

کلکته نايټ رايډرز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١٨٧ منډې وکړې، چې له ډلې يې نيتيش رانا ٨٠، راهول تريپاټي ٥٣ او دينيش کارتيک ٢٢ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د سنرايزرز حېدراباد له خوا راشد خان او محمد نبي تر ټولو ښه توپ اچونه ترسره کړه، راشد خان په ٤ اورونو کې ٢٤ منډې ورکړې او ٢ ويکټې يې واخيستې، همدا راز محمد نبي په ٤ اورونو کې ٣٢ منډې ورکړې او ٢ لوبغاړي يې وسوځول، بوينشور کمار او ټي ناټاراجن هم ١-١ ويکټ واخيستې.

راشد خان په پيل کې شوبمن ګيل او وروسته بيا انډري رسل اوټ کړي، چې ګيل ١٥ او رسل ٥ منډې کړې وې، محمد نبي بيا په خپل وروستي اور کې په دوه توپونو پرلپسې د نيتيش رانا او ايون مورګن ويکټې واخيستې.

دا هم ولولئ

راشد خان او اکاش چوپړا

د اکاش چوپړا د ای پي ایل غوره لوبډله کې راشد خان هم شامل دی

په هند کې د ۲۰۲۱ کال ای پي ایل سیالۍ د کورونا ویروس له امله …