په سعودي عربستان کې نن د روژې مياشت ونه ليدل شوه او سبا به د شعبان ٣٠مه نېټه وي، لومړۍ روژه به سبا نه بلکې بله ورځ وي.
د سعودي رسنيو د راپورونو په وېنا، د سعودي عربستان د سترې محکمې له اعلان وروسته نن خلکو په سعودي عربستان کې د روژې مياشتې ليدلو کوشش وکړ، خو د روژې مياشت چا ونه ليدله.
له همدې امله اوس تازه د سعودي عربستان سترې محکمې اعلان وکړ، چې سبا د شعبان ٣٠مه يا وروستۍ نېټه ده او د سه شنبې په ورځ به د روژې لومړۍ ورځ وي.
د يادولو وړ ده چې په افغانستان کې هم وروسته له هغې د روژې او اختر اعلان کېږي، کله چې د سعودي عربستان ستره محکمه د روژې او اختر اعلان وکړي.
د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزارت چې کوم د پېشلمي او روژه ماتي وختونه هم په ټولنيزو رسنيو کې خپاره کړي و، د هغې له مخې هم لومړۍ روژه د سه شنبې په ورځ ده.