کورپاڼه / بېلا بېل / هغه سیمه چې ونو او بوټو ډېر زیات ډولونه لري

هغه سیمه چې ونو او بوټو ډېر زیات ډولونه لري

د نیو ګینیا ټاپو یو له هغه ټاپوګانو څخه دی، چې د نړۍ د ترټولو د ډېرو ډولونو ونو او بوټو لرونکی ګڼل کېږيویل کېږي د نیو ګینیا ټاپو نه یوازې دا چې د نایابو الوتونکو یا مرغیو کور ګڼل کېږي، بلکې په دې ټاپو کې په زرګونه ډوله ونې او بوټي هم شتون لري.

اوسمهال په دې ټاپو کې د ونو او بوټو د شمېرنې له مخې معلومه شوې چې په نیو ګینیا ټاپو کې له ۱۳۶۰۰ څخه زیات رېښه لرونکي نباتات موجود دي او دا هغه ونې او بوټي دي چې د غذایي توکو د حمل و نقل لپاره ځانګړي نسجونه لري.

د نیو ګینیا ټاپو چې پاپو نیو ګینیا او اندونیزیا نیو ګینیا ور پکې شامل دي، یو له هغه ټاپوګانو څخه دی چې د ځمکې پرمخ ترټولو ډېر ډوله بوټي او ونې لري.

د سروې له مخې په نیو ګینیا کې د مډغاسکر په پرتله نوولس سلنه ډېر ډوله نباتات موندل کېږي او د ځمکې پرمخ ترټولو ډېر بیولوژیکي سیستمونه لري.

دا هم ولولئ

لندنی ملا

د لندن په بریج ټاور کې په لومړي ځل اذان وشو + ویډیو

د بریتانيې پلازمېنې لندن په بریج ټاور کې په لومړي ځل اذان وشو، چې دا …