کورپاڼه / بېلا بېل / د نړۍ هغه ٥ سيمې، چېرته چې لمر نه ډوبېږي
لمر

د نړۍ هغه ٥ سيمې، چېرته چې لمر نه ډوبېږي

الله ج دا نړۍ ډېره ښايسته پېدا کړې ده او داسې داسې ښايسته سيمې يې جوړې کړې دي، چې انسان يې په ليدو حېرانه پاتې شي. خو نن تاسې ته د هغه پنځه سيمو په اړه معلومات درکوو، چېرته چې لمر نه ډوبېږي يا بېخي د لږ ساعت لپاره ښکته کېږي او خلک يې داسې احساس هم نه کوي، چې شپه کله پيل او کله ختمه شوه.

ناروې: ناروې د اروپا يو له ښايسته هېوادونو څخه دى، چې خلک يې د ژوند هره اسانتيا لري، خو ناروې يوازې له دې امله نه دى مشهور چې ډېر ښايسته وطن دى، بلکې له دې امله هم ډېر مشهور دى، چې هلته لمر يوازې د څو ساعتونو لپاره ډوبېږي. د مۍ نه تر جولاى مياشتې پورې د ناروې ځينې شمالي سيمې داسې دي، چې هلته د شپې هم لمر په سر ولاړ وي، ځکه خو ناروې ته (د نيمې شپر د لمر ځمکه) هم ويل کېږي.

ايسلېنډ: دا يوه ډېره لويه جزيره ده، چې نه يوازې ښايسته او په زړه پورې سيمې لري، بلکې ځنګلونه يې هم ډېر ښايسته او د ليدلو وړ دي. خو دلته ځينې سيمې داسې هم دي، چې هلته ډېر د لږ وخت لپاره لمر ډوبېږي.

کاناډا: د کاناډا په شمال برخه کې يو شمېر داسې سيمې شته دي، چې هلته ورځ ٢٢ ساعته وي. دلته هم د ډېر لږ وخت لپاره لمر ډوبېږي او د دې ځاى خلک بيا د رڼا شپې نه هم ډېر خوند اخلي، ځکه دوى ډېرى مهال د ګولف لوبه کوي، په غرونو خېژي او همدا راز کبان نيسي.

سويډن: سويډن هم د ناروې ګاونډي هېواد دى، چې په ځينو سيمو کې يې د لمر سترګه نه ډوبېږي. د سويډن په پلازمېنه کې بيا لمر د شپې شاوخوا ١ بجه ډوبېږي او ٤ بجې بېرته راپورته کېږي، يعنې يوازې د ٣ ساعتونو لپاره شپه کېږي.

فنلېنډ: په دې برخه کې يو هېواد د فنلېنډ هم دى، چېرته چې د لمر سترګه نه ډوبېږي. د دې ځاى خلک هم دې ته ډېر خوشحاله وي، چې په رڼا شپه کې په غرونو خېژي، سايکلونه چلوي او د يخ پر مهال بيا سکاينګ کوي.

دا هم ولولئ

د حضرت موسی علیه السلام د وخت یوه درس ورکوونکې واقعه

حضرت کعب الاحبار رحمه الله وایي چې د حضرت موسي کلیم الله علیه السلام په …