د سنرایزرز حېدر اباد لپاره منیش پانډی او جوني بیریسټو ښه توپوهنه ترسره کړه خو ټاکل شوی هدف يې پوره نه کړ او کلکتې د ۱۰ منډو په توپیر په لوبه کې بریا خپله کړه.
د هند تجارتي لیګ یا ای پي ایل په دریمه لوبه کې سنرایزرز حېدراباد پچه وګټله او لومړی يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
کلکته نایټ رایډرز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۷ منډې وکړې، چې له ډلې يې نیتیش رانا ۸۰ او راهول تریپاټي ۵۳ منډې ترلاسه کړې.
د سنرایزرز حېدراباد له خوا راشد خان او محمد نبي ۲-۲، بوینشور کمار او ټي ناټاراجن ۱-۱ ویکټ واخیستې.
د ۱۸۸ منډو هدف په تعقیب کې د سنرایزرز حېدراباد لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۷ منډې وکړې او د ۱۰ منډو په توپیر يې ماتې وخوړه.
د حېدراباد لپاره منیش پانډی ۶۱ ناسوځېدلې، جوني بیریسټو ۵۵، عبدالصمد ۱۹ ناسوځېدلې او محمد نبي ۱۴ منډې وکړې.
د کلکتې له لوري پراسید کرشنا ۲، شکېب الحسن، پاټ کومنز او انډري رسل ۱-۱ ویکټ واخیستې.
سبا د اپریل په ۱۲مه نېټه به د ای پي ایل څلورمه لوبه د راجستان رایلز او پنجاب کنګز لوبډلو ترمنځ ترسره شي، چې د افغانستان په وخت ۶:۳۰ بجې پیلېږي.