موسمي بدلونونه نه یوازې دا چې پر چاپیریال اغېزې کوي، بلکې د انسان پر روغتیا هم خپل اثرات غورځوي او د پوستکی ښکلا زیانمنوي.
د ګرمۍ په اړه خبرې کوو، که څه هم د اوړي موسم نه دی پیل شوی خو د هیواد په ځینو برخو کې یې وړانګې تېزې شوي او د لمر تېزې وړانګې د انسان د پوستکي او مخ لپاره ډېرې خطرناکې وي.
د موسم په بدلون سره د مخ ښکلا کمېږي او د لمر وړانګې د انسان پر مخ داغونه او ګونځې پیدا کوي چې د اندیښنې وړ بلل کېږي، نو هڅه وکړئ چې د خپل پوستکي ساتنه وکړئ او له کور څخه د وتلو پر وخت د لمر له وړانګو ځان وژغورئ، سهار، غرمه او ماښام د مخ د ښکلا لپاره ځانګړي کریمونه (سن بلاک) وکاروئ.
روغتیایي کارپوهان وایي چې که چېرته ښځې او نارینه د سترګو پر شاوخوا تورې حلقې ولري، د سن بلاک په مرسته یې لېرې کولی شي.
دغه راز د اوړي په موسم کې ځینې احتیاطي تدابیر هم اړین لکه د نریو جامو اغوستل، ډېرې اوبه څښل، لمر ته ډېر نه ګرځېدل، د ګرځېدو پرمهال کیف یا خولۍ پر سرول او ځینې نور کارونه ترسره کول.