د انګلستان د کاونټي چېمپينشپ سياليو پر مهال د ويکټ ساتونکي هغه بې ايماني د ټېکنالوژۍ له مرستې معلومه شوه، چې د لوبڅارانو د سترګو نه پناه يې توپوهونکى په غلط ډول اوټ کړ.
دا لوبه د ليسټرشاير او همپشاير لوبډلو ترمنځ وه، دا پېښه هغه مهال وشوه، کله چې د همپشاير ويکټ ساتونکي د مخالفې لوبډلې توپوهونکى (سټمپ اوټ) کړ او بيا يې د اوټ چټک اپيل وکړ.
د ويکټ ساتونکي او نورو لوبغاړو د اوټ اپيل نه وروسته ليګ امپاير توپوهونکى اوټ اعلان کړ، خو کله چې وروسته بيا د دې لوبې ويډيو وکتل شوه، نو پکې معلومه شوه چې ويکټ ساتونکي بې ايماني کړې ده، ځکه چې توپ يې په ښي لاس کې و او ويکټو ته يې چپ لاس وروړى و.
— Leicestershire County Cricket Club 🏏 (@leicsccc) April 10, 2021
د دې پېښې نه وروسته د ليسټرشاير مشر روزونکى د مېچ ريفري سره په دې اړه خبرې وکړې او دا واقعه يې د انګلستان کرکټ بورډ سره هم شريکه کړه.
د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر مايکل وان هم دا کار ډېر غلط ګڼلى دى او ليکلي يې دي، چې هيله ده چې ويکټ ساتونکى له دې پېښې څخه زده کړه وکړي، ځکه چې اوس په لوبو کې داسې دوکې کول اسانه نه دي، د کاونټي ټولې لوبې انلاين ښودل کېږي.
Very poor this but I hope it’s a lesson to him … All county games are now streamed so you can’t get away with anything … https://t.co/imXxtvKTKu
— Michael Vaughan (@MichaelVaughan) April 11, 2021
د يادولو وړ ده چې د کرکټ د قانون سره سم، ويکټ ساتونکى چې يو توپوهونکى (سټمپ) کوي، نو دا لازمي ده چې هغه لاس ويکټو ته وروړي، په کوم لاس کې چې يې توپ نيولى وي، که بل لاس وروړي، نو بيا توپوهونکى اوټ نه بلل کېږي.