کورپاڼه / جالب / درې اویا کلنې ښځې چې د مېړه لپاره یې اعلان کړی و، مېړه ورته پیدا شو

درې اویا کلنې ښځې چې د مېړه لپاره یې اعلان کړی و، مېړه ورته پیدا شو

د هندوستان د میسور د سیمې اوسیدونکې درې اویا کلنې میرمنې څه موده وړاندې په ورځپاڼه کې اعلان خپور کړی و، چې داسې یو چا اړتیا لري ترڅو پاتې ژوند ورسره تېر کړي.

دغې ښځې پخپل اعلان کې ویلي ول، چې درې اویا کلونو عمر لري، ښوونکی ده خو اوس تقاعد شوې او له پخواني خاوند څخه یې طلاق اخیستې.

درې اویا کلنې میرمنې پرېکړه کړې چې نور یواځې ژوند نه شي تېرولی او د یو داسې ملګري په لټه کې ده ترڅو پاتې ژوند ورسره تېر کړي.

ښځې په اعلان کې دغه شرط هم ایښی و چې ملګری یې باید د برهمن له ذات څخه وي، همدا و چې ډېر ژر یې د یو نهه شپېته کلن شخص له لورې ځواب ترلاسه کړ، چې اوسمهال د انجینر په حیث تقاعد شوی دی.

د هندي رسنیو د راپور له ویل کېږي کله چې دغې ښځې د کور ټول غړي له لاسه ورکړل نو له هغې وروسته یې پرېکړه وکړه چې واده به کوي او بالاخره نهه شپېته کلن شخص ورسره واده ته غاړه کېښوده.

دا هم ولولئ

د هغه فیل ویډیو خپره شوه چې د کرکټ لوبه کوي

کرکټ یوه داسې لوبه ده چې په ټوله نړۍ کې ډېر مینوال لري او د …