کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د حېدراباد منيش پانډى له ښه ځلېدو وروسته هم له نيوکو سره مخ دى
منيش پانډى

د حېدراباد منيش پانډى له ښه ځلېدو وروسته هم له نيوکو سره مخ دى

پرون د اى پي ايل دريمه لوبه د سنرايزرز حېدراباد او کلکته نايټ رايډرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې کلکتې د ١٠ منډو په توپير په لوبه کې بريا خپله کړه.

د کلکتې لپاره نيتيش رانا تر ټولو زياتې ٨٠ منډې کړې وې چې د لوبې غوره لوبغاړى هم شو، همدا راز راهول تريپاټي هم ٥٣ منډې وکړې، د حېدراباد لپاره بيا منيش پانډى تر ټولو زياتې ٦١ ناسوځېدلې او جوني بيريسټو ٥٥ منډې وکړې.

راشد خان او محمد نبي هم په دغه لوبه کې د حېدراباد لپاره ٢-٢ لوبغاړي وسوځول.

خو په ټولنيزو رسنيو کې بيا په منيش پانډى باندې د سنرايزرز حېدراباد مينه والو سختې نيوکې کړې دي او يو شمېر خلکو خو دا هم ليکلي دي، چې منيش لباس د حېدراباد اغوستى و، خو لوبه يې د کلکتې لپاره کوله.

منيش پانډى چې په اى پي ايل کې مخکې د کلکته نايټ رايډرز لوبډلې لپاره هم لوبېدلى دى، د ٢٠١٨ کال راهيسې د سنرايزرز حېدراباد لپاره لوبېږي.

په ټويټر کې د نوموړي په اړه سلګونه ټويټونه شوي دي او ډېرى خلکو جالب ټويټونه کړي دي چې جالب عکسونه يې هم ورسره خپاره کړي دي، دلته هم يو شمېر ټويټونه له تاسې سره شريکوو، چې د منيش پانډى په اړه د پرونۍ لوبې په تړاو شوي دي.

دا هم ولولئ

راشد خان

راشد لطیف: که د پاکستان سوپر لیګ پاتې لوبې ونه شي، ښايي دا اخري لیګ شي

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر راشد لطیف وايي، که چېرته د پاکستان سوپر …