د اوړي د موسم په راتګ سره هندواڼې په عام ډول سره ترلاسه کېږي، چې استعمال د بدن اوبه پوره کوي، دا مېوه نه یوازې دا چې د ګرمۍ پر وړاندې مقابله کوي بلکې د بدن لپاره ویټامین ای، ویټامین بي، ویټامین سي، پوتاشیم او د لایکوپین په نوم ماده هم برابروي، نو راځئ چې ګټې یې ولولو.
لایکوپین لري: د هندواڼې سور رنګ د لایکوپین په نوم د انټي اکساید نتیجه وي او له بېلابېلو څېړنو معلومه شوې چې دغه انټي اکساید د سرطان او شکر خطر کموي او په هندواڼه کې دغه انټي اکساید د نورو سبزیجاتو په پرتله ډېر وي او همدغه انټي اکساید د لمر له وړانګو مخنیوی هم کوي.
د زړه لپاره: په هندواڼه کې د امینو اسید یو ډول citrulline شتون لري، چې د وینې جریان ښه ساتي او د وینې فشار ټیټوي او د لایکوپین ماده یې هم د زړه لپاره ګټوره ده. د څېړنو له مخې معلومه شوې چې دغه ماده د زړه د حملې خطر کموي، خو ترڅنګ یې باید له سګریټ څکولو ډډه وکړئ، ورزش ترسره کړئ او لږ غوړ لرونکې توکي وخورئ.
د بندونو لپاره: په هندوانه کې د بیټا کرپټوشانټین په نوم ماده وي چې د بندونو د درد یا سوخت لپاره ګټور وي او له څېړنو معلومه شوې چې دغه توکی د بندونو درد د ناروغي مخنیوی کوي.
د سترګو لپاره: د هندواڼې په جوړښت کې د ویټامین ای شتون د سترګو لپاره لپاره ګټور وي او له یوې ټوټې څخه د اړتیا وړ یوولس سلنه ویټامین ترلاسه کېږي.
د بدن اوبه پوره کوي: هندواڼه دوه نوي سلنه له اوبو جوړه ده او استعمال یې د بدن اوبه برابرې ساتي، زموږ د بدن ټولې حجرې اوبو ته اړتیا لري او د کمښت په نتیجه کې یې ستړیا او کمزوري رامنځته کېږي.
د پوستکي لپاره: د هندواڼې په جوړښت کې د ویټامین ای، ویټامین بي ۶ او ویټامین سي پوستکي ته ګټور وي، دغه راز هندواڼه د فیس ماسک په ډول هم استعمالېږي.
د وزن کمولو لپاره: هندواڼه چې د لږې کالورۍ درلودونکې او مالګې او غوړ یې د صفر برابر دي د انسان بدن ته ګټور وي او د ډېرو اوبو په درلودلو تر ډېره د لوږې احساس نه کېږي او په همدې ډول د بدن وزن کنترولوي.
دغه راز نورې ګټې عبارت دي له: د عضلو په جوړښت کې مرسته کوي، د وینې شکر برابر ساتې او د هضم د سیستم لپاره ګټوره مېوه ګڼل کېږي.