کورپاڼه / بېلا بېل / د يوې ښځې غبرګ ماشومان زېږېدلي، چې ٢ سرونه او ٣ لاسونه لري
غبرګوني ماشومان

د يوې ښځې غبرګ ماشومان زېږېدلي، چې ٢ سرونه او ٣ لاسونه لري

په هند کې د يوې ښځې دوه غبرګوني ماشومان زېږېدلي دي، چې دواړه له يو بل سره نښتي دي، دوه سرونه لري خو لاسونه يې بيا د ٤ پر ځاى ٣ دي.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، دا ماشومان په اوډيشه کې په يو شخصي روغتون کې زېږېدلي دي، چې بدن يې يو دى، خو سرونه يې دوه او لاسونه يې درې دي.

په راپور کې ويل شوي دي، چې دا ښځه ډېره غريبه ده او دا يې دويم ځل دى چې مور جوړه شوې ده. ډاکټران وايي چې د ماشومانو سرونه بېخي جوړ دي او دا يو نادره پېښه ده.

د دې ښځې ماشومان په يو شخصي روغتون کې پېدا شوي دي، خو له هغه وروسته بيا د اوډيشه دولتي روغتون ته انتقال شوي او هلته بستر دي.

د روغتون د ماشومانو متخصص ډاکټر ديبا شيش ساهو رسنيو ته ويلي دي، چې دواړه نجونې دي او د مور شيدې څښلى شي. هغه وايي چې تر دې مخکې په اترپردېش کې داسې دوه ماشومان زېږېدلي و، چې څلور پښې او څلور لاسونه يې لرل، خو د دواړو سرونه نښتي و.

دغه ډاکټر همدا راز زياته کړې ده، چې په دې ماشومانو کې نوې خبره دا ده، چې لاسونه يې درې دي، خو سرونه يې دواړه روغ دي او بدن يې يو دى.

دا هم ولولئ

لندنی ملا

د لندن په بریج ټاور کې په لومړي ځل اذان وشو + ویډیو

د بریتانيې پلازمېنې لندن په بریج ټاور کې په لومړي ځل اذان وشو، چې دا …