کورپاڼه / خبرونه / له نڅا وروسته د محمد شهزاد د ډزو ويډيو خپره شوه
محمد شهزاد

له نڅا وروسته د محمد شهزاد د ډزو ويډيو خپره شوه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د چټک توپوهونکي او ويکټ ساتونکي محمد شهزاد يوه ويډيو په ټولنيزو رسنيو کې خپره شوې ده، چې د ډزو پر مهال ليدل کېږي.

د دې ويډيو په اړه ويل کېږي، چې د خوست او پکتيا په لاره کې ثبت شوى دى، چېرته چې محمد شهزاد د ملي اردو سرتېرو سره ليدل کېږي او د غره په لورې ډزې کوي.

د دې ويډيو له خپرېدو وروسته ځينو خلکو اندېښنې هم ښکاره کړې دي او د محمد شهزاد تر څنګ يې په هغه سرتېرو هم نيوکې کړې دي، چې محمد شهزاد ته يې د ډزو کولو اجازه ورکړې ده.

محمد شهزاد چې خوست ولايت ته د کمال خان بند د پرانيستې په وياړ د شل اوريزې لوبې لپاره تللى و، له هغه ځايه د بېرته راستنېدو پر مهال يې دا کارکړى دى.

په خوست کې د لوبې پر مهال هم د نوموړي يوه ويډيو په ټولنيزو رسنيو کې ډېره لاس په لاس شوه، چې هغه پکې په مېدان کې د نڅا پر مهال ليدل کېږي.

دا هم ولولئ

ویسټ انډیز

سویلي افریقا، اسټرالیا او پاکستان د ویسټ انډیز سفر کوي

په روان کال ۲۰۲۱ کې د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډله د ډېرو لوبډلو کوربه …