کورپاڼه / روغتيا / هغه خوراکي توکي چې لوږه مو ډېروي

هغه خوراکي توکي چې لوږه مو ډېروي

د ځینو خوراکي توکو او مشروبات له استعمال وروسته ددې پرځای چې لوږه مو له منځه ولاړه شي، لا مو اشتها خلاصوي او نور خوراک ته مو زړه کېږي.

د الرجل د مجلې د لیکنې له مخې ویل کېږي چې ورېژې، اوربشې، یوناني مستې او د ممپلیو غوړي مو لوږه ډېروي او له اړتیا څخه دوه برابره خوراک ته مو لمسوي، د خوراکي توکو کارپوهان یو بشپړ نوملړ برابر کړی او هغه توکي یې پکې ذکر کړي چې لوږه ډېروي

دوی زیاتوي چې له دغو توکو باید ځان وساتل شي په ځانګړي توګه هغه کسان دې ترې ډډه وکړي چې غواړي خپل بدن جوړ کړي یاهم د وزن کمول یې موخه وي.

  • د مصنوعي خوند لرونکي مستې: په دې ډول مستو کې بوره ډېره وي.

  • سپینه ډوډۍ: په دې ډول ډوډۍ کې غذایي توکي لږ او کالوري ډېره وي، په ځانګړې توګه دغه ډوډۍ له سپینو اوړو او غوړیو څخه تیارېږي چې د لوږې احساس کموي.

  • سپینې ورېژې: په سپینو ورېژو کې د بورې کچه ډېره وي، نو ځکه خو د خوراکي توکو کارپوهان وایي چې د سپینو ورېژو پرځای خړې ورېژې وکاروئ.

  • سپینه پاسته: په دې کې فایبر او کاربوهایډریټ ډېر وي.

  • د هګیو سپین: د خوراکي توکو کارپوهان د غذایي توکو د ترلاسه کولو او د پروټین د حاصلولو لپاره د هګۍ د خوراک لارښوونه کړې.

  • د مېوو اوبه: په دې کې د غذایي توکو او فایبرو کمښت وي.

  • سوډا: په دې کالوري ډېره وي او له خېټې د کاربن ډای اکساید په خارجولو کې مرسته کوي او د لوږې احساس ډېروي.

  • غلې یا جواری: په دې کې هم بوره او کالوري ډېره وي چې له خوړلو وروسته یې د لوږې احساس ډېروي، دغه سره کړي شیان، چیپس، د شېدو چاکلیټ، کیک، خواږه شیان او غوښه هم ور پکې شامله ده.

دا هم ولولئ

کولا او خواږه مشروبات د سرطان خطر دوه برابره کوي

لکه څنګه چې هوا یو څه ګرمښت موندلی او د کولا او خوږو مشروباتو استعمال …