کورپاڼه / اسلام / سعودي عربستان په جوماتونو کې د تراويح او تهجد لمونځ په اړه نوې لارښوونې خپرې کړې
لمونځ

سعودي عربستان په جوماتونو کې د تراويح او تهجد لمونځ په اړه نوې لارښوونې خپرې کړې

د سعودي عربستان حکومت د روژې په مياشت کې په جوماتونو کې د تراويح لمونځ او تهجد لمونځ په تړاو نوې لارښوونې خپرې کړې دي.

د سعودي رسنيو د راپورونو په وېنا، د اسلامي امورو وزير عبداللطيف ال الشېخ ويلي دي، چې د سعودي عربستان په ټولو جوماتونو کې به د تراويح لمونځ کېږي، چې د ماسخوتن لمونځ او د تراويح لمونځ لپاره به ټول نيم ساعت وخت ټاکلى وي.

د عبداللطيف ال الشيخ په وېنا، لمونځ کوونکي بايد خپل جاينماز له ځان سره راوړي، ماسکونه دې ولګوي او ټولنيزو واټن دې هم وساتي، همدا راز د تهجد لمونځ لپاره دې هم دغه خبرې په پام کې ونيسي.

د يادولو وړ ده چې په سعودي عربستان کې د يکشنبې په ماښام او د اپريل په ١١مه نېټه د روژې مياشت ونه ليدل شوه، چې نن يا د اپريل په ١٢مه نېټه د شعبان ٣٠مه ورځ ده او لومړۍ روژه به سبا، د اپريل په ١٣مه نېټه او د سه شنبې په ورځ وي.

بلخوا د سعودي عربستان حکومت د روژې په مياشت کې له اجازې پرته د عمرې لپاره تلو باندې هم بندېز لګولى دى او که څوک بې اجازې د عمرې لپاره لاړ شي، نو ١٠ زره رياله به جريمه کېږي.

د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت په وېنا، هر څوک چې غواړي په روژه کې عمره وکړي، نو لومړى به اجازه ترلاسه کوي او هغه خلکو ته به اجازه ورکول کېږي، چې د کورونا ضد واکسين يې کړي وي.

دا هم ولولئ

حج

سعودي عربستان د حج اعلان وکړ

سعودي عربستان اعلان وکړ، چې سږکال به د خلکو د روغتیا خوندیتوب لپاره پوره بندوبست …