کورپاڼه / هنر او کلتور / ډېر شمېر امریکایان غواړي چې (راک) یې د هیواد ولسمشر شي

ډېر شمېر امریکایان غواړي چې (راک) یې د هیواد ولسمشر شي

ډېر شمېر امریکایان غواړي چې د هالیووډ فلمي ستوری او مشهور ریسلر ډوین جانسن چې په (راک) سره شهرت لري، د امریکا ولسمشر شي.

د یوې بهرنۍ رسنۍ د راپور له مخې ویل کېږي چې یو څېړنېز شرکت یوه نظر پوښتنه ترسره کړه، چې له مخې یې ۴۶ سلنه خلکو د ډوین جانسن په اړه مثبت نظریات ورکړل، چې په دې ۲۹ سلنو بالغو امریکایانو د راک پلوي وکړه او ۱۷ سلنو بیا وویل چې دوی غواړي چې په کمپاین کې هم ورسره برخه واخلي.

ډوین جانسن په ټولنیزه رسنۍ انستاګرم د ذکر شوي شرکت نظر پوښتنه شریکه کړې او خوښې څرګنده کړې خو ترڅنګ یې په خندونکي ډول لیکلي چې، زه داسې فکر نه کوم چې زموږ د هیواد بنسټ ایښودونکي به دا په خیال هم راغلی وي، چې د یوې لارۍ چلوونکی چې د شپږ فوټه او څلور اینچې ونه لري او په سر پک دی، زموږ په کلب کې به شامل شي.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by therock (@therock)

 

ډوین جانسن لیکي که چېرته داسې وشول نو ستاسې خدمت به خپل عزت وګڼم، د نوموړې دغه پوسټ ۵.۵ میلونه خلکو خوښ کړی او په زرګونو کسانو ورته د نیکو هیلو څرګندونه کړې، دغه ځینې ورته د رایو ورکول وعده هم ورکړې.

د یادولو وړ ده چې له دې وړاندې ډوین جانسن ویلي ول که چېرته یې غوښتل نو دغه پرېکړه به د خلکو د پرېکړو پر بنسټ وي. بله خوا پخواني ریسلر انډر ټیکر یې په غبرګون کې ویلي ول چې ډوین جانسن امریکایي اوسیدونکي سره متحد کولی شي.

دا هم ولولئ

دغه رسامي په (۱۰۳) میلونو ډالرو سره پلورل شوی

رسامي د نړۍ په کچه د میلونونو په شمېر مینوال لري، خو له امریکا څخه …