کورپاڼه / بېلا بېل / هغه قبيله چې واک پکې د ښځو په لاس کې دى او نارينه د خپل حق لپاره مبارزه کوي
خاسي قبيله

هغه قبيله چې واک پکې د ښځو په لاس کې دى او نارينه د خپل حق لپاره مبارزه کوي

په هند کې د خاسي په نوم يوه داسې قبيله په اوس وخت کې هم ژوند کوي، چې نه يوازې واک ټول د ښځو په لاس کې دى، بلکې کورنۍ هم په ښځې پورې تړلې وي او نسل په نارينه نه بلکې په ښځينه پورې وي.

د خاسي قبيلې خلک د هند په ميګالى ايالت کې اوسېږي، چې يو ازاد رياست دى او د دې په مرکزي ښار شلونګ کې ټول بازارونه د ښځو دي، چې هر ډول کارونه کوي.

د بي بي سي اردو د يو راپور په وېنا، خاسي يوه ډېره پخوانۍ قبيله ده، خو ليکلى تاريخ ډېر نه لري او خوله په خوله يې تاريخ او کيسې تراوسه پورې راروانې دي.

د تاريخ په وېنا، خاسي هم په پيل کې پدري ټولنه وه، خو نارينه به چې جنګونو ته لاړل نو ډېر به مړه شو او ډېر به هلته اباد شو، چې هر څه به ښځو ته پاتې شو، ښځو به بيا نور ودونه کول او داسې به د اولادونو پلاران اکثره نه معلومېدل.

د همدې هر څه نه د ځان ساتلو لپاره هغه مهال پرېکړه وشوه، چې د ماشوم نوم به د پلار په نوم نه بلکې د مور په نوم وي او له هغه وروسته دا قبيله د پدري پر ځاى مادري شوه.

خاسي قبيله ١

د خاسي قبيلې خلکو چې کله واده وشي، نو ناوې د هلک کور ته نه ځي، بلکې هلک د ناوې کور ته په ډولۍ کې وړل کېږي او هلته بيا د خپلې ښځې په کور کې ژوند پيلوي.

د خاسي قبيلې د روايتونو له مخې، جايېداد او شتمني د کور تر ټولو کشرۍ نجلۍ حق دى او هر څه هغې ته ورځي، که نورې نجونې واده وکړي، نو دا حق لري چې د خپلې مور په کور کې پاتې شي او يا هم ځان ته بيل کور کې ژوند غوره کړي، خو تر ټولو کشرۍ لور بيا تر پاى پورې د خپلې مور سره وي، د هغې خدمت کوي او کله چې يې مور مړه شي، نو بيا د کورنۍ واکمنه شي.

په تاريخ کې ويل کېږي، چې په پخوا زمانو کې ټولنه مادري وه او د اولادونو نومونه به هم په مور پسې و، خو په اوسني وخت کې دا هر څه بدل شوي دي او د خاسي په ګډون د ګوتو په شمېر څو قبيلې په نړۍ کې شتون لري، چې هر څه واک پکې د ښځو په لاس کې دى.

په دې سيمه کې د خاسي قبيلې يو شمېر نارينه بيا د دې لپاره مبارزه کوي، چې بايد د نورې نړۍ په څېر دلته هم سيسټم بدل شي او هر څه دې د نارينه و په لاس کې وي، خو اوسني حالت ته په کتلو سره داسې ويل کېږي، چې ښايي تر څو پېړيو پورې دا حالت دوام وکړي.

دا هم ولولئ

لندنی ملا

د لندن په بریج ټاور کې په لومړي ځل اذان وشو + ویډیو

د بریتانيې پلازمېنې لندن په بریج ټاور کې په لومړي ځل اذان وشو، چې دا …