کورپاڼه / جالب / د نړۍ هغه خوش قسمته انسان چې خپل ځان ترټولو بدبخته انسان بولي

د نړۍ هغه خوش قسمته انسان چې خپل ځان ترټولو بدبخته انسان بولي

د کروشیا اوسیدونکي او د موسیقۍ استاد فراني سیلک ته ځکه د نړۍ خوش قسمته شخص ویل کېږي، چې نوموړی اوه ځلې د مرګ له خولې ژغورل شو او د میلونونو پونډو لاټړي یې هم ګټلې او له بېلابېلو پېښو لکه د الوتکې غورځېدل، د بس ټکر او د موټرو له ټکرونو څخه ژغورل شوی دی.

ویل کېږي فراني په ۱۹۲۹ کال زېږېدلی که څه هم ژوند د نورو خلکو لپاره حیرانوونکی دی خو دی خپله ځان خوش قسمته نه ګڼي، نوموړی پخپل وایي هیڅکله یې په دې اړه فکر هم نه دی کړی چې له مرګ او ستونزو څخه د ژغورلو په سبب خوش قسمته دی، بلکې خپل ځان د ذکر شوو تجربو په سبب بدقسمته ګڼي.

فراني د لومړي ځل لپاره په ۱۹۶۲ کال هغه وخت د مرګ تر خولې ورسید، چې اورګاډی په یو کنګل سیند کې ولوید، اوولس مسافرو خپل ژوند ور پکې له لاسه ور کړ خو نوموړی ترې ژوندی ووت.

له دې یو کال وروسته په ۱۹۶۳ کال یو ځل بیا په الوتکه کې سپور شو، چې الوتنه یې د پېښې وګرځیده، لکه څنګه چې د الوتکې دروازه خلاصه وه، نو له دروازې وتی او په بوسو کې ژوندی پاتې شوی و.

وروسته له دې په ۱۹۶۶ کال د مرګ له خولې هغه وخت وژغورل شو چې بس یې په سیند ولوید، څلور مسافر مړه او فراني ژوندی پاتې شو او څلورمه پېښه په ۱۹۷۰ کال هغه وخت رامنځته شوه چې موټر یې اور واخیست خو فراني د تېلو د ټانکۍ له الوتلو دمخه له موټر وتی و.

په ۱۹۷۳ کال کې له یوې بلې پېښې سره هغه وخت مخ شوی، چې د تېلو پمپ کې یې د موټر پر ګرم ماشین تېل تل شول او موټر اور واخیست خو دی بیاهم ترې ژوندی ووت خو ویښتان سوځیدلي ول.

دوه لسیزې یې په آرامۍ ژوند وکړ او په ۱۹۹۵ کال بس وواهه خو بیا له څو زخمونو پرته ژوندی ووت او په ۱۹۹۶ یو ځل د مرګ له خولې وژغورل شو، دا یوه داسې پېښه وه چې فراني سیلک په غرونو کې په سفر و، چې ناڅاپه یې مخته یوه لارۍ راغله، نوموړي له وارخطایۍ موټر تاو کړ او لاندې یې وغورځاوه، نو په وروستیو کې په څه چل له موټر ووت او ژوندی پاتې شو.

له دې پېښو وروسته یې د ۷۶ کلنۍ په عمر په ۲۰۰۳ کال لاټري واخیسته او د شپږ لکو پونډو په ګټلو کې یې بریا ترلاسه کړه او پنځم واده یې وکړ.

په ۲۰۱۰ کال یې پرېکړه وکړه چې په دولت خوښي نه اخیستل کېږي نو ساده ژوند یې پیل کړ او مال او دولت خپلو او خپلوانو ته ډالۍ کړ.

فراني سیلک وایي چې تل ترې خلک پوښتنه کوي چې څنګه دې پېښو ژغورل شوی او دی تل فکر کوي چې بدقسمته یم چې له دا ډول پېښو یا تجربو سره مخ شوی دی او تاسو هغه څه نه شئ ویلی چې باور پرې نه لرئ.

دا هم ولولئ

د هغه فیل ویډیو خپره شوه چې د کرکټ لوبه کوي

کرکټ یوه داسې لوبه ده چې په ټوله نړۍ کې ډېر مینوال لري او د …