کورپاڼه / روغتيا / د روژې په میاشت کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د خوښې څښاک یا مشروب وڅښئ

د روژې په میاشت کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د خوښې څښاک یا مشروب وڅښئ

د روژې د مبارکې میاشتې په رارسېدو سره د نړۍ ټولو مسلمانانو تیاری نېول پیل کړي، نو راځئ چې په دې میاشت کې هغه مشروبات استعمال کړو چې هم ګټور وي او هم یې رسول الله صلی الله علیه وسلم لارښوونه کړي وي.

لکه څنګه چې ددې مشروب څښل سنت عمل دی، نو په پشلمي کې یې استعمالول ګټور وي، خو د استعمال پرمهال یې باید یوه خبره ضرور په نظر کې ونیسئ، کنه نو هیڅ ګټه به ونه کړي.

دغه مشروب د نبیذ په نوم یادېږي چې له خرما یا کشمش څخه تیارېږي او په اړه یې حدیثونه هم شته دی:

په سنن ابو داود کې راغلي: موږ نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته ورغلو او پوښتنه مو ورڅخه وکړه چې د الله رسوله موږ پېژنې، د کوم ځای یو او له کومه راغلي یو، موږ سره انګور دي څه شی پرې وکړو، رسول الله ورته وفرمایل کشمش ترې جوړ کړئ.

بیا مو وپوښتل چې په کشمشو څه وکړو؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې سهار یې په اوبو کې واچوئ او ماښام یې وڅښئ یاهم ماښام یې په اوبو کې واچوئ او سهار یې وڅښئ که ځنډ مو وکړ سرکه به ترې جوړه شي.

د نیبذ جوړولو طریقه:

  • شپږ یا اوه خرما راواخلئ یا یو موټی کشمش راوخلئ.

  • لږ اندازه اوبه

د ماسخوتن له لمانځه وروسته خرما یا کشمش په یو ډبي واچوئ او ټوله شپه یې په اوبو کې کېږدئ او له هغې وروسته خرما یا کشمش ترې وباسئ او اوبه یې وڅښئ او د چایو د بدیل په ډول یې هم استعمالولی شئ، خو له درې ورځو یې ډېر مه پرېږدئ ځکه سرکه ترې جوړېږي.

ددې مشروب ځانګړتیا داده چې تېزابیت ختموي، د هضم لپاره ګټور او د میتابولیزم لپاره اغېزمن تمامېږي. دغه راز د سینې، ستوني، ځیګر او د نورو غړو لپاره ډېر ګټور وي.

دا هم ولولئ

نوې څېړنه: ټیکنالوژي د انسان پر ذهنې روغتیا ناوړه اغېزې نه کوي

د یوې څېړنې له مخې چې پر دري څلویښت زره ځوانانو باندې ترسره شوه، ترې …