د چاپیریال د بدلون رواني فشارونه، د کار بوج، کورني مسولیتونه او ټولنیزې چارې د ښځې پر روغتیا ناوړه اغېزې پرېباسي او زړه په ناروغۍ یې اخته کوي.
په دې څېړنه کې دندې او ټولنیزې اړیکې په ځانګړې توګه د څېړنې لاندې نېول شوي، یعنې ټولنیزې اړیکې او د خپلوۍ د پاللو ځور او د کار فشار د دوه چنده زخم په څېر وي او په همدې ډول په ښځو کې د زړه د ناروغۍ خطر ۲۱ سلنه ډېر وي.
سربېره پر دې د خاوند مرګ، طلاق یا جدایي، د کورنۍ یا خسرګنۍ پیغورونه، ټولنیز او رواني فشار پر ښځو اغېزې کوي او د زړه د ناروغیو خطر یې ډېروي.
په دې څېړنه کې چې اتیا زره ښځې یې تر څېړنو لاندې نېولې وې، معلومه شوه چې ټولنیز او کاري فشار د زړه د ناروغیو خطر دولس سلنه ډېروي.
په امریکا کې د وینې رګونه د زړه د ناروغۍ ترټولو لوی علت ګڼل کېږي، په دې ناروغۍ کې د زړه لوی رګونه بندېږي او زړه ته اکسیجن او وینه نه رسېږي او د مخکینو څېړنو څخه هم تایید شوې چې کاري فشار د زړه د ناروغیو سبب کېږي.
څېړونکي وایي چې تر کومه امکان لري تر هغې حده دې ټولنیزې او کاري فشار کمه شي، ترڅو په سبب د زړه له ناروغیو مخنیوی وشي.