کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د روژې تر شا پټې حیرانوونکې ساینسي ګټې

د روژې تر شا پټې حیرانوونکې ساینسي ګټې

ساینسپوهانو موندلې چې د لوږې او تندې په زغملو سره د انسان بدن ډېرې ګټې ترلاسه کوي. موږ ټول په دې پوهېږو که چېرته لږ خوراک وکړو نو د بدن وازده مو اوبه کېږي، خو په حیرانوونکې توګه معلومه شوې که چېرته تر دیرش ورځو پورې په اوبو کې کمښت راولو نو پر روغتیا مو منفي اغېزې نه پرېوځي.

دغه راز ویل کېږي که چېرته روژه ونیسو نو د بدن خراب کلیسترول مو کمښت مومي او د خپګان کیفیت مو کموي، له څېړنې معلومه شوې چې تر درې ورځو پورې روژه نېول پر دفاعي سیستم حیرانوونکې مثبتې اغېزې کوي او نوي سپین کرویات رامنځته کېږي.

بل لوري ته هغه کسان چې د اسلام په دایره کې نه وي، په دې خبره د حیرانۍ اظهار کوي چې څنګه مسلمان لوبغاړي په روژه کې لوبه ترسره کوي او د باسکټبال مشهور لوبغاړی حکیم اولاجون وایي چې د روژې په میاشت کې یې توجه ډېره پرځای وي.

خو باید یوه خبره په یاد ولرو چې د اوبو د کمښت په حالت کې بدني فعالیتونه یا ورزش کول ښه نه وي او د روژې له حکمتونو یو حکمت دا هم دی چې روژه د سرطان په ناروغۍ اخته کسانو ته لویه هیله ورکولی شي.

له څېړنو ثابته شوې چې د روژې پرمهال د کیموتراپۍ سره سرطاني حجرې ژر له منځه ځي او د روژې پرمهال عامې حجرې خپل انرژي پخپله ساتي.

دا هم ولولئ

وټساپ پر یو نوي او په زړه پوري فیچر یا آسانتیا کار پیل کړی

د پیغام رسونې مشهور اپلیکیشن وټساپ د اندراید کاروونکو لپاره نوی بیټا ویرژن رامنځته کړی …