کورپاڼه / روغتيا / د بدن د تودوخې د ډېرېدو لاملونه څه کیدلی شي؟

د بدن د تودوخې د ډېرېدو لاملونه څه کیدلی شي؟

په عام ډول سره د تبې په سبب د بدن د تودوخې درجه لوړېږي، چې مطلب یې دا وي چې بدن د کومې ناروغۍ پر وړاندې مقابله کوي، نو راځې چې هغه لاملونه ولولو چې د بدن د تودوخې درجه لوړوي.

تبه په عام ډول سره خطرناکه نه وی، خو که چېرته نورې نښې، نښانې ورسره وې، نو له ډاکتر سره مشوره کول اړین وي د سیدتي مجلې د لیکنې له مخې نورې نښې، نښانې دادي:

  • ساړه کېدل یا لړزېدل

  • ډېره خوله

  • د سر درد

  • کمزوري

  • غوسه کول

  • لوږه

  • بدن کې د اوبو کمښت احساسول

د بدن د تودوخې د لوړېدو سببونه:

د بدن د تودوخې د لوړېدو ترټولو عام سببونه نزله، زکام، معده اږ د کولمو سوخت دی، دغه راز ځینې سببونه هم لري:

  • د غوږ، سږو، پوستکي، ستوني، مثانې یا د ګردو میکروب

  • ګرمي

  • کورونا وایروس

  • د درملو منفي اغېزې

  • واکسین

  • د وینې خرابي

  • د کولمو ناروغي

  • سرطان

  • د کوکینو استعمال

  • د ماشومانو غاښ راختل

د بدن د تودوخې د لوړېدو درملنه:

ډېر خلک د تبې له درملنې وروسته ځان ښه احساسوي خو دا د ناروغ په عمر او بدني حالت پورې اړه لري او تبې لپاره هیڅ طبي درملنې ته اړتیا نه وي. روغتیایي کارپوهان وایي چې تبه د میکروبونو پر وړاندې غبرګون ښودنه ده او د انټي بیوټیک ډېر استعمال یې هم له لویو لاملونو څخه دی، دغه راز آیبوپروفین او نیپروکسین درمل هم د تبې لامل کېږي.

په کور کې د بدن د تودوخې د کولمو لارې چارې:

  • ډېرې اوبه، جوس او نور مایعات استعمالول

  • په تړمو اوبو لامبل

  • آرام کول

  • نرۍ جامې اغوستل

دا هم ولولئ

کولا او خواږه مشروبات د سرطان خطر دوه برابره کوي

لکه څنګه چې هوا یو څه ګرمښت موندلی او د کولا او خوږو مشروباتو استعمال …